ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نورستان کې د ٤٠ ميليونه افغانيو په لګښت پروژې ګټې اخیستو ته وسپارل شوې

نورستان کې د ٤٠ ميليونه افغانيو په لګښت پروژې ګټې اخیستو ته وسپارل شوې

author avatar
3 Sep 2018 - 11:25
نورستان کې د ٤٠ ميليونه افغانيو په لګښت پروژې ګټې اخیستو ته وسپارل شوې
author avatar
3 Sep 2018 - 11:25

جلال اباد (پژواک، ١٢ وږی ۹۷): د نورستان مرکز پارون کې د پوهنې وزارت په مالي لګښت د څلوېښت ميليونه افغانيو په لګښت بېلابېلې رغنيزې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

دغه پروژې چې تېره ورځ یې د پوهنې د سرپرست وزير له خوا پرانيسته وشوه، د دارالمعلمين لپاره د ليليې او د دارالمعلمين د دوه پوړيزې درسي ودانیو ګټې اخيستنې ته سپارل او د يو لومړني ښوونځي د ودانۍ د چارو پيل شامل دي.

د نورستان ولايت مقام د رسنيو له دفتره د وږي په ۱۲مه پژواک ته را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په همدې موخه د پوهنې سرپرست وزير محمد ميرويس بلخي د دغه ولايت مرکز پارون ته سفر کړی و.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د پوهنې سرپرست وزير د نورستان خلکو ته ډاډ ورکړ چې د پوهنې ډګر د پیاوړتیا په موخه به نورستان ولایت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او روان بهیر به لا پیاوړی کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ۱۳۹۷ کال پلانونه بشپړ شوي او د راتلونکي کال لپاره به په ټولو ښوونیزو او انکشافي پروګرامونو او پلانونو کې د نورستان د پوهنې ډګر ته ځانګړې ونډه ورکړي.

د نورستان والي حافظ عبدالقيوم وايي، په دغو پروژو کې د نورستان د عالي دارالمعلمين د ليليې ودانۍ چې د دوه سوه شاګردانو د اوسېدو اسانتياوې لري او د دارالمعلمين دوه پوړې تدريسي ودانۍ چې شپاړس درسي خونې لري، د ۳۴ اعشاريه ۵ ميليونه افغانيو په لګښت ورغول شوې.

هغه زياته کړه، يوه بله پروژه چې د مرکز پارون اړوند د ماندې کلي د لومړني ښوونځي د ودانۍ د جوړېدو د چارو پيل دی چې  ۳ اعشاريه ۹ ميليونه افغانۍ لګښت به پرې راشي.

د نورستان والي وويل، د دغو ټولو پروژو لګښت د پوهنې وزارت له انکشافي بودجې ورکړل شوی او چارې يې هم په پوره شفافيت ترسره شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.