ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاپيسا کې د جلغوزيو راټولولو پر سر شخړه کې څلور کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کاپيسا کې د جلغوزيو راټولولو پر سر شخړه کې څلور کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
4 Sep 2018 - 11:14
کاپيسا کې د جلغوزيو راټولولو پر سر شخړه کې څلور کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
4 Sep 2018 - 11:14

محمود راقي (پژواک، ١٣ وږى ٩٧) : د کاپيسا ولايت په اله ساى ولسوالۍ کې د دوو ډلو ترمنځ د جلغوزيو راټولولو پر سر شخړه کې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د اله سای ولسوال غلام نقشبند ساپي د وږي په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې وژل شوي کسان د پايل خېلو سېمې اوسېدونکي دي او د نجراب ولسوالۍ د غاين د سيمې له اوسېدونکو سره يې د جلغوزو پرسره نښته کړې ده.

هغه زياته کړه، د يادې ولسوالۍ اوسېدونکو او د نجراب اوسېدونکو دغر تر څنډو د جلغوزيو د ټولولو په سر شخړه کړې ده چې د  اله سای ولسوالۍ دوه تنه په کې وژل شوي او دوه نور په دې پېښه کې ټپیان دی.

ولسوال وايي، دا يوه نا امنه سيمه ده چې غير مسوول وسله او د حکومت مخالفين په کې هم فعاليت کوي.

د لاجورد په نامه د سيمې يو تن اوسېدونکي پژواک ته وويل چې د نجراب او اله سای غرنۍ سیمو کې د جلغوزيو ونې ډېرې دي او هر کال د هېواد له سوېل څخه سوداګر راځي او په لوړ قيمت يې پېري او نورو هېوادونو د پلور لپاره وړي.

د نوموړي په وينا، هر کال د شاوخوا سل ميليونه افغانيو په ارزښت له دې سيمو جلغوزي راټولېږي.

د يادونې ده چې څو کاله مخکې د نجراب په يو شمېر غونډيو کې د بهرنيو موسسو په مرسته د جلغوزيو نوي نيالګي هم اېښودل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.