ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکي: که د ګردېز ــ زرمت سړک جوړېدو کار پیل نه شي دا لويه لار به وتړو

author avatar
19 Sep 2018 - 16:17
author avatar
19 Sep 2018 - 16:17

ګردېز(پژواک،٢٨وږى٩٧): د پکتيا د مرکز ګردېز يو شمير اوسېدونکو  د ګردېز ــ زرمت سړک د نه جوړېدو په غبرګون کې لاريون وکړ او ويې ويل چې د مسوولو چارواکو له ګڼو ژمنو سربېره هم د دې سړک د جوړېدو چارې نه دي پيل شوې.

په دغه لاريون کې چې نن د وږي په ٢٨مه ترسره شو، د ګردېز د خطابې او ابراهيم خېلو کليو او د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکو ګډون درلود.

دوى وويل چې که د سړک جوړېدو عملي چارې ژر پيل نه شي، نو دا لويه لار به د تګ راتګ پر مخ وتړي.

د لاريون کوونکو له ډلې د زرمت يو قومي مشر ظاهر اورياخېل  پژواک خبرى اژانس ته وويل چې ياد سړک له تېرو شاوخوا لس کلونو راهيسې څو ځله منظور او بوديجه ورته ځانګړې شوې، خو تر اوسه يې هېڅ عملي کار نه دی پيل شوی.

اورياخېل د فوايد عامې د وزير هغه خبرې هم دروغ او د شرم وړ بولي چې پر خپله فېسبوک يې ليکلي، چې د ګردېز ــ زرمت سړک لس کيلو متره جوړ شوی او د نورې برخې چارې يې روانې دي.

نوموړی وايي: ((د زرمت له سړکه لويه ډرامه جوړه ده، دا يې لسم، دوولسم کال دی چې لس وارې منظور شو او لس وارې يې پيسې وخوړل شوې. سړک يو انچ نه دی جوړ شوی او دا چې وزير ليکي چې لس کيلومتره يوخ شوی او په نور لس کيلو متره کار روان دی، دا کاملا دروغ ده او د قومونو په سترګو کې په رڼا ورځ خاورې ور اچول دي.))

د ګردېز د خطابې کلي مشر جيلان جلالي سړک د خلکو جدي اړتيا بولي او له وسله والو طالبانو او حکومته غواړي چې له خنډ او ځنډ پرته يې له خپله اړخه په جوړېدو کې مرسته وکړي.

جلالي وويل: ((له دولت، طالب او هغو چارواکو څخه چې مسووليت لري، زموږ غوښتنه دا ده چې دا قوم او ملت سړک غواړي. که هر شرکت او هر چارواکی وايي چې دلته امنيت نشته، والي صيب په خپله وويل چې دې سړک لپاره شپږ سوه کسان منظور شوي او امنيت يې ډاډمن دی.))

د رباط اوسېدونکی ملک عبدالله وايي چې د سړک جوړېدو لپاره د خلکو کورونه او باغونه وران شوي، خو د سړک جوړېدو هېڅ درک نشته.

نوموړي وويل چې د سړک د خاورو د ګردونو له امله خلک په زيات تکليف دي او په بېلابېلو ناروغيو اخته کيږي.

دی وايي: ((موږ مجبور او مکلف يو، چې له هرې لارې وي خپل حق حصول کړو. دا لاره امنيت ده؛ ځکه امنيت ده چې زه د يوه قوم نماينده د شپې دوولس بجې کور ته تلی شم، امنيت نور څه ډول وي.))

د دويمې امنيتې حوزې د ټولي مرستيال او د دې لويې لارې د ځينو امنيتي پوستو مسوول څارمن رحمت الله وايي چې د دې سيمې د امنيت پر وړاندې د دوی لپاره لويه ستونزه خرابه لاره ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.