غزني ښار(پژواک،٢تله٩٧): د غزني په مرکز کې د جنګ بس دى تر نامه لاندې د ښځو يوه لويه غونډه ترسره شوه.
دغه غونډه د سولې عالي شورا د غړې حبيبې سرابي او د لومړۍ مېرمنۍ رولا غني د دفترونو په همکارۍ جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د سولې شورا غړې حبيبې سرابي وويل چې ښځو ته بايد چانس ورکړل شي ترڅو د سولې په راوستو کې خپل رول ولوبوي.
دې زياته کړه: (( سوله یوه ملي اړتیا ده او باید داسې يو میکانیزم ورته جوړ شي چې د هغه په مرسته نور جنګ ختم او دايمي سوله راشي.))
د هغې په وينا، په افغانستان کې د روانو جګړو له امله د نارينه وو ترڅنګ ښځو هم ډېره قرباني ورکړې ده.
دغه راز د لومړۍ مېرمنې سلاکارې فيروزه مشتري وويل چې حکومت شپه او ورځ د سولې راوستو لپاره هلې ځلې کوي.
دې زياته کړه: (( په هېواد کې چې کوم کارونه شوي او ښځو په کې ونډه نه درلوده هغه بيا د هېواد په کچه نه وو او ښه نتيجه يې هم نه درلوده.))
همدارنګه د غزني د ښځو چارو رييسې شکريه ولي وويل چې د دې ولايت ښځې هم د سولې راتګ تر نورو ډېرې خوشحاله دي.
هغې وويل: (( په دې ولايت کې اوس هم ښځې نه شي کولى په ازاده توګه دندو ته لاړې شي، نو ځکه د سولې د راتګ لپاره اړينې هلې ځلې کوي.))
يو شمېر نورو مېرمنو هم ورته څرګندونې وکړې.
د غونډې په پاى کې د غزني والي وحيدالله کليمزي وويل چې د سولې په پروسه کې حکومت تل هڅه کړې ترڅو د ښځو نظريات هم واخلي.
د والي په وينا، هيڅوک حق نه لري چې ښځې له خپلو حقوقو او نظر ورکولو څخه منع کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن