Pajhwok Afghan News

پکتيکا کې د وسلو یو قاچاق کوونکی له ۴۴ میله وسلو سره نیول شوی

ښرنه (پژواک، ٢ تله ٩٧): د ملي امنيت موظفينو د پکتيکا په سرحدي ولسوالۍ برمل کې يو کس له ٤٤ ميله وسلو سره یو ځای چې غوښتل یې دغه وسلې له پاکستانه افغانستان ته قاچاق کړي، نیولی دی.

په پکتيکا کې د ملي امنيت يوې سرچينې د تلې په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کس کلا خان نومېږي او د غزني ولايت اصلي اوسېدونکى دى.

ده وويل چې یاد کس د ملي امنيت منسوبينو په برمل ولسوالۍ کې له ٣٣ تومانچو او ١١ کلاشينکوفونو سره نيولى دى.

هغه زياته کړه: ((دغه وسلې يې د پاکستان له واڼه څخه په يو ډاډسن کې بار کړې وې او غوښتل یې چې غزني ولايت ته يې انتقال کړي او په ترهګريزو بريدونو کې ترې کار واخلي.))

دغه راز نيول شوى کس د ملي امنيت د موظفينو له لوري رسنيو ته هم وښودل شو.

خپله کلا خان پژواک ته وويل چې په تېرو دوو مياشتو کې يې څو ځلې له پاکستانه د غزني ولايت ګيرو ولسوالۍ ته وسلې انتقال کړې دي.

هغه وايي: ((زه چې کله له سرحد نه تېر شوم، نو د ملي امنيت کسان را باندې پوه شول او زه يې دستګر کړم.))

د يادنې ده، له دې وړاندې هم يو شمېر کسان له پاکستان څخه افغانستان ته د وسلو د قاچاق په تور نيول شوي دي.

Views: 1

Exit mobile version