ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان: د قطر سیاسي دفتر مشرانو مو له خلیلزاد سره لیدلي دي

طالبان: د قطر سیاسي دفتر مشرانو مو له خلیلزاد سره لیدلي دي

author avatar
13 Oct 2018 - 16:37
طالبان: د قطر سیاسي دفتر مشرانو مو له خلیلزاد سره لیدلي دي
author avatar
13 Oct 2018 - 16:37

 کابل (پژواک، ٢١ تله ٩٧) : طالبانو په رسمي توګه ومنله چې په قطر کې يې د امريکا له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره ليدلي دي.

مخکې له دې امريکايي رسنيو خبر ورکړى و چې قطر ته د سفر پر مهال خليلزاد له طالبانو سره هم کتلي دي.

د طالبانو د يوه وياند ذبيح الله مجاهد له خوا د تلې په ٢١مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په قطر کې د دوى د سياسي دفتر مشر او غړو د امريکا له مذاکراتي پلاوي سره ليدلي دي.

سرچينې زياته کړې چې د دوى په پلاوي کې د سیاسي دفتر رييس شېرمحمد عباس ستانکزی، د سیاسي دفتر مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د سیاسي دفتر غړي هر يو شهاب الدین دلاور، قاري دین محمد حنیف، محمد زاهد احمدزی او محمد سهیل شاهین شامل وو.

طالبانو ويلي چې د امریکا له مذاکراتي ټیم سره چې مشري يې د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد کوله، دا ليدنه پرون د قطر په پلازمېنه دوحه کې شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ليدنه کې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو پر وتلو، د افغان مسئلې پر سوله ييزې حل لارې خبرې وشوې.

طالبانو ويلي، د دوى پلاوي د مشکلاتو د حل او واقعي امن په راتلو کې  د بهرنيو ځواکونو شتون لوی خنډ وباله او زياته يې کړه چې  افغانستان يو اسلامي هېواد دی، خپل اسلامي ارزښتونه او ثقافت لري.

سرچيينې زياته کړ، د دغو په پام کې نیولو سره دې د واقعي او افغان شموله حل لپاره هڅې وشي.

طالبانو ويلي، په پای کي دواړو لورو موافقه وکړه چې خپلو غونډو ته به په راتلونکي کې دوام ورکوي.

د يادونې ده، څلور مياشتې مخکې هم د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوې مرستيالې اليس ويلز په قطر کې له طالبانو سره ليدلي وو، خو طالبانو دا لیدنه نه وه تاييد کړې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.