ګردېز (پژواک، ٣٠ تله ٩٧):د پکتيا ولايت بزګران او بڼوال شکايت کوي چې زرګونه ټنه مڼې يې همداسې پاتې دي او د پلور لپاره ورته بازار نشته.
دوی وايي چې حاصلات يې ښه ترلاسه کړي خو دا چې خرابې نه شي، اړ دي په ټېټه بيه يې ورکړي.
د مرکز ګردېز د مڼو يوه بڼوال مېوه الدين منګل د تلې په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پکتيا د مڼو څو ډوله او زيات حاصلات لري، خو د بازار او د ساتنې لپاره يې د سړو خونو نه لرلو له امله په ټيټه بيه پلورل کېږي.
منګل پژواک ته وويل: ((د مڼو حاصلات کال په کال اضافه کېږي، له زراعت وزارت نه غواړو چې مارکېټ راته پيدا کړي او سړې خونې راته جوړې کړي چې که خرڅې نه شي، ویې ساتو.))
دغه راز يو بل بزګر حکمت مڼو ته د بازار نه موندلو له امله پر مسوولو ادارو کلکه نيوکه کوي او وايي که په ګردېز کې د جوسو فابريکه جوړه شي، هم به پانګه والو، هم به بزګرانو او بڼوالو ته زياته ګټه ورسوي.
نوموړي وويل: ((تر اوسه نه دولت او نه خصوصي سکتور موږ ته توجه کړې. زما د ورځې لس، پنځلس منه مڼې تويېږي، دغه مڼې هسې خلکو ته ورکوم او يا يې مال ته اچوم. که د جوسو فابريکه وای، دا به په جوس تبديل شوې وې، هم به وطنوالو ته خدمت شوی و او هم به موږ ته فايده رسېدلې وه.))
يو شمېر نورو کروندګرو هم ورته څرګندونې وکړې.
په دې اړه د پکتيا د کرنې رييس احمد وليد تسل پژواک ته وويل چې سږ کال په دغه ولايت کې شاوخوا شل زره ټنه مڼې توليد شوې چې ډېری يې په سيمه ييزو بازارونو کې په کمه بيه پلورل کېږي.
تسل وويل چې مڼو ته د بازارموندنې په اړه يې له ولايت مقام او سوداګریزو ادارو سره خبرې کړې، خو تر اوسه ورته د پلور لازم ځای او بازار نه دی برابر شوی.
نوموړی وايي: ((پکتيا ولايت تقريباً د شل زره ټنه په شاوخوا کې مڼې توليدوي چې اکثره يې په مرکز ګردېز او احمدابا او سيد کرم ولسواليو کې دي. د بازارموندنې په اړه يې په ولايتي او مرکزي سطحه کوشش کوو، خو متاسفانه تر اوسه د پکتيا مڼو ته نه په داخل کې مارکېټ پيدا شوی او نه بهر ته صادرې شوې دي.))
دغه راز د پکتيا د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر عبدالنصير عالم يار له دولته غواړي چې د پکتيا زراعتي محصولات او مڼې هم د هوايي دهلېزونو له لارې نورو هېوادونو ته صادرې کړي.
عالم يار پژواک ته وويل: ((هوايي دهلېزونه ايجاد شوي، بايد دولت دې ته متوجه شي چې موږ په پکتيا کې هم په ډېره پيمانه مڼه لرو، دا هم بايد اروپا، هند او نورو ځايونو ته صادرې شي. زموږ دهقانانو او تجارانو ته بايد ځانګړی تخفيف ورکړل شي چې دا مڼې په خپل نوم او مارک نورو هېوادونو ته صادرې کړو.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن