غزني ښار (پژواک، ٨ لړم ٩٧): د غزني چارواکي وايي چې په قره باغ کې د هوايي بريدونو په ترڅ کې ٣١ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
یاد چارواکي دغه راز وايي چې طالبانو د یادې ولسوالۍ بازار تړلی خو طالبان بیا دغه خبر ردوي.
له تېرو څو مياشتو راهيسې د دې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي چې له امله يې د ولسوالۍ له بازار پرته، امنيتي ځواکونو له نورو سيمو پوستې ټولې کړې دي.
د قره باغ يوه اوسېدونکي نقيب الله د لړم په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو د دې ولسوالۍ د بازار له هټۍ والو غوښتي چې دوکانونه بند کړي.
هغه وايي: ((د بازار هوټلونه او نانوايانې خو له يوې مياشتې راهيسې بند وو خو طالبانو درې ورځې وړاندې د بازار ټولو دوکاندارنو ته وويل چې دوکانونه هم بند کړي.))
د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکي عبدالهادي پژواک ته وويل چې طالبان د ولسوالۍ بازار ته نږدې د لايغ په سيمه کې دي او هر وخت چې وغواړي پر بازار بريدونه کولاى شي.
دى وايي: ((طالبانو د ولسوالۍ بازار د دې لپاره بند کړى چې پر ولسوالۍ بريد وکړي او ويې نيسي.))
ده زياته کړه چې خلک په سختو ستونزو کې دي، امنيتي ځواکونه بايد پراخ عمليات وکړي.
د دې ولسوالۍ يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
په دې اړه د غزني د والي وياند محمد عارف نوري هم پژواک ته وويل چې د قره باغ ولسوالۍ بازار طالبانو تړلى دى.
خو هغه وايي چې له تېرې شپې راهيسې قره باغ کې پر وسله والو طالبانو د بې پيلوټه او نورو الوتکو هوايي بريدونه ترسره شوي دي.
ده وويل چې د دغو بريدونو په ترڅ کې ٣١ وسله وال طالبان وژل شوي او دغه لړۍ روانه ده.
نوري دا هم وويل چې ډېر ژر به د قره باغ د امنيت د ټينګښت په موخه پراخ پوځي عمليات هم پيل شي.
خو بل لور ته طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د قره باغ ولسوالۍ بازار طالبانو نه، بلکې خلکو خپله تړلى دى.
هغه وايي: ((وخت ناوخت په بازار کې جګړه وي، نو خلکو د جګړې له وېرې بازار تړلى دى.))
مجاهد د ٣١ طالبانو د وژل کېدو په اړه څه ونه ويل.
د يادونې ده، د غزني د اتو ولسواليو بشپړ کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى او د پنځه نورو يې بيا يواځې مرکزونه له حکومت سره دي.
Views: 0