ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګرو ملتونو په شمال کې له ٢٥٠٠ بېځايه شوو کورنيو سره مرستې پيل کړې

ملګرو ملتونو په شمال کې له ٢٥٠٠ بېځايه شوو کورنيو سره مرستې پيل کړې

author avatar
11 Nov 2018 - 15:21
ملګرو ملتونو په شمال کې له ٢٥٠٠ بېځايه شوو کورنيو سره مرستې پيل کړې
author avatar
11 Nov 2018 - 15:21

مزارشريف (پژواک، ۲۰ لړم ۹۷): د يوناما دفتر په شمال او شمال ختيځ زون کې له ۲۵۰۰ بېځايه شوو کورنيو سره د مرستو لړۍ پيل کړه.

په شمال زون کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د کډوالو څانګې مشر سريچکو نيومان د لړم په ۲۰مه په مزار شريف ښار کې د ياد سازمان د مرستې د وېش پر مهال وويل چې تېر کال يې په دغه زون کې شاوخوا له ۱۲۰۰۰ بېځايه شوو کورنيو سره مرسته کړې وه.

د هغه په خبره، سږ کال د بودجې د کمښت له امله دغه سازمان يواځې له ۲۵۰۰ کورنيو سره د مرستې وس لري.

ده زياته کړه چې د مرستې کمېدو عمده لامل د ملګرو ملتونو د مهاجرت له ادارې سره د نړيوالو مرستندويه ټولنو د همکاري کمښت دی.

هغه همدا راز وايي، دغه سازمان خپله څه برخه بودجه د افغانستان په لوېديځ کې له وچکالۍ ځپلو کورنيو سره پر مرستې لګولې چې له همدې امله هم په شمال کې د تېر کال په پرتله له کمو کورنيو سره مرسته شوې ده.

هغه وويل چې په شمال او شمال ختيځ زون کې له ۲۵۰۰ بېځايه شوو کورنيو سره مرسته کوي چې هرې کورنۍ ته (۱۵۰۰۰) افغانۍ ورکول کېږي چې يوازې نن ۲۶۰ بېځايه شوو کورنيو ته په بلخ ولايت کې مرسته ووېشل شوه.

خو هغه زياتوي، له بېځايه شوو کورنيو سره د دوی مرستې په شمال زون کې د ټولو بېځايه شوو کسانو ستونزې نه شي حل کولای.

نوموړي دا هم وويل چې ۲۰۱۸ کال کې ياد سازمان ه مزارشريف ښار کې له کډوالو او داخلي بېځايه شوو سره په بېلابېلو برخو کې د دوه ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت مرستې کړې دي.

خو د بلخ د کډوالو چارو رياست له بېځايه شوو کورنيو سره د ملګرو ملتونو دغه مرستې ډېرې کمې بولي او د لا ډېرو مرستو غوښتنه کوي.

د بلخ د کډوالو چارو مرستيال نظرمحمد مشفق پژواک ته وويل چې په روان لمريز کال کې د شمال او شمال ختيځ زون له ولايتونو يواځې بلخ ولايت ته شاوخوا ۷زره کورنۍ رابېځايه شوې دي.

نوموړی وايي، ډېری دغه کورنۍ د جګړو، نا امنيو او وچکالۍ له امله بېځايه شوې چې د مزارشريف ښار په بېلابېلو برخو کې مېشتې شوې دي.

مشفق زياتوي، دمګړۍ بلخ ولايت د ټولټال ۳۰زره بېځايه شوو کورنيو کوربه دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.