کندوز ښار (پژواک، ٢١ لړم ٩٧): د کندوز د ترانسپورت رياست چارواکي وايي چې د سږ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې يې د تېر کال په پرتله د عوايدو کچه ٤٤ سلنه لوړه شوې ده.
د کندوز د ترانسپورت رييس سيد جواد جلالي د لړم په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تېر کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د دوى د عوايدو کچه اته ميليونه افغانۍ وه، خو د سږ کال په لومړيو شپږ مياشتو کې بيا دغه اندازه ١٣ ميليونه افغانيو ته لوړه شوې ده.
هغه زياته کړه: ((نو په دې حساب سره موږ ويلي شو چې زموږ د عوايدو کچه ٤٤ سلنه لوړه شوې ده.))
جلالي وويل چې له اداري فساد سره مبارزه، د مسلکي کسانو ګومارل او د مراجعينو چارو ته پر وخت رسېدنه د دې لامل شوه چې د عوايدو کچه لوړه شي.
دى وايې: ((زه د کندوز خلکو ته ډاډ ورکوم چې د کال تر پايه به د عوايدو کچه نوره هم لوړه شي.))
په ورته وخت کې د کندوز د ولايتي شورا غړى توريال کاکړ وايي چې د دغه ولايت په ادارو کې له اداري فساد سره اړينه مبارزه نه کيږي.
ده زياته کړه: ((کومې ادارې چې عوايد لري، هلته بايد جدي اصلاحات راشي او له فساد سره مبارزه وشي څو د حکومت د عوايدو کچه نوره هم لوړه شي.))
خو د کندوز د والي وياند عصمت الله مرادي پژواک ته وويل چې د دغه ولايت رهبري له اداري فساد سره جدي مبارزه کوي.
هغه وايې: ((له اداري فساد سره مبارزه د دې لامل شوه چې د ترانسپورت رياست د عوايدو کچه لوړه شي.))
مرادي وايې چې پر اداري فساد ککړ کسان به له دندو ګوښه شي څو د کندوز د عايداتي ادارو د عوايدو کچه نوره هم لوړه شي.
د يادونې ده، کندوز د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې دى چې په تېرو درېيو کلونو کې يې دوه ځلې سقوط کړى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن