ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټرمپ: پر پاکستان مو مرسته بنده کړه؛ ځکه زموږ لپاره یې هېڅ نه دي کړي

ټرمپ: پر پاکستان مو مرسته بنده کړه؛ ځکه زموږ لپاره یې هېڅ نه دي کړي

author avatar
19 Nov 2018 - 10:15
ټرمپ: پر پاکستان مو مرسته بنده کړه؛ ځکه زموږ لپاره یې هېڅ نه دي کړي
author avatar
19 Nov 2018 - 10:15

 

واشنګټن (پژواک، ٢٨ لړم ٩٧): د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ يو ځل بيا پر پاکستان نيوکه کړې چې ګواکې د القاعدې مشر اسامه بن لادن ته يې په خپله خاوره کې پناه ورکړې وه.

نوموړي دغه څرګندونې تېره شپه په واشنګټن کې له فاکس نيوز ټلوېزيون سره په يوه ځانګړې مرکه کړې دي.

هغه پر پاکستان له دې امله هم نيوکه وکړه چې په تېرو څو کلونو کې يې د امريکا لپاره هېڅ نه دي کړي، له همدې امله يې پر یاد هېواد مرستې بندې کړې دي.

ټرمپ ويلي: ((هر هر چا ته معلومه وه چې د نړۍ ستر ترهګر اسامه بن لادن د پاکستان د پوځي اډې تر څنګ په يو ښکلي کور کې ښکلی ژوند کوي، خو بيا هم موږ هر کال پاکستان ته ١،٣ ميليارده ډالر ورکول، خو اوس يې نه ورکوو؛ ځکه چې پاکستان د امريکا لپاره هېڅ نه دي کړي.))

د يادونې ده، اسامه بن لادن بيا په ٢٠١١ زېږديز کال د امريکا د بحري ځانګړو ځواکونو له خوا په يو لړ ځانګړو عملياتو کې ووژل شو.

که څه هم د امريکا ولسمشر پخوا پر پاکستان نيوکې کړې وې، خو دا لومړى ځل دى چې په يوه ټلوېزيوني مرکه کې دومره په ډاګه پر پاکستان جدي نيوکې کوي.

د روان زېږديز کال  په پيل کې ټرمپ  ويلي وو چې په تېرو ١٥ کلونو کې امريکا پاکستان ته د ٣٣ ميليارده ډالرو په مرستې ورکولو سره ستره تېروتنه کړې ده.

ټرمپ زياته کړې وه: ((پاکستان موږ ته له (تېر ايستنې) پرته هېڅ نه دي راکړي.))

د يادونې ده، افغان حکومت هم په ځلونو دا نيوکې کړې چې پاکستان د القاعدې د مشرانو تر څنګ د طالبانو مشرانو ته پناه ورکړې او هلته يې روزنيز مرکزونه جوړ کړي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.