کابل (پژواک، ۴ لیندۍ ۹۷): په کابل کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سیمه ییز دفتر د کوچیانو حوزې د ۱۴ مرکزونو رایې باطل اعلان کړې او له هغه سره په تړاو یې ملاتره خېل محمدي او شاه وزیر تره خېل عدلي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.
شاه وزیر تره خېل د کوچیانو له حوزې څخه د ولسي جرګې د ټاکنو نوماند او ملاتره خېل د ولسي جرګې غړی او د شاه وزیر خپلوان دی.
دغه راز یاد دفتر د کوچیانو له حوزې ولسي جرګې ته د نوماند رسول خان کوچي رایې باطلې او نوموړی یې نغدي جریمه کړی دی.
د ټاکنیزو شکایتونو سیمه ییز دفتر تېره ورځ دغه پرېکړه وروسته له هغې وکړه چې د کوچیانو په حوزه کې د پراخو درغلیو په اړه شکایتونه ثبت شوي وو.
د دغه کمېسیون د سیمه ییز دفتر د معلوماتو په اساس، د کوچیانو حوزې د رایې ورکونې په ۱۴ مرکزونو کې د ۳۴ محلونو رایې باطلې اعلان شوې دي.
په هغو اسنادو کې چې پژواک خبري اژانس ترلاسه کړي او په کابل کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د سیمه ییز دفتر پرېکړه په کې ده، راغلي: ((د کوچیانو له حوزې څخه ولسي جرګې ته نوماند الحاج شاه وزیر تره خېل او د هغه خپلوان ملاتره خېل محمدي له وسله والو څخه د استفادې، ټاکنیزې سرغړونې، د څارونکو ممانعت، د کم عمره خلکو د رایو ورکونې د نه مخنیوي، د رایې ورکونې په ورځ د ګواښونو او سیالی له امله د عدلي تعقیب لپاره عدلي بنسټونو ته ورپېژندل شوي دي.))
په دغه اسنادو کې راغلي، د ټاکنو د قانون له مخې رایې ورکونې په ۱۱ مرکزونو کې چې ۲۸ محلونه کېږي، د شاه وزیر د رایو پر باطلېدو سربېره، نوموړی د ۸۰ زره افغانۍ نغدي جریمې په ورکولو ملکف شوی دی.
دغه راز یو بل سند چې پژواک خبري اژانس ته را رسېدلى او د رسول خان کوچي په اړه د کمېسیون د سیمه ییز دفتر پرېکړه په کې موجوده ده، ښيي، د ټاکنیزو سرغړونو، د څارونکو د مخنیوي، ګواښونو، د څارونکو وهلو، ټکولو، په جعلي تذکرو او کم عمره کسانو د رایې ورکونې له امله د رایې ورکونې د درېیو مرکزونو د شپږو محلونو د رایو پر باطلېدو سربېره رسول خان کوچی په ۴۰ زره افغانۍ نغدي جریمه مکلف شوی دی.
په کابل کې د ټاکنیزو شکایتونو د سیمه ییز دفتر د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ د درېمې نېټې د پرېکړې له مخې په درېیو مرکزونو کې د رسول خان کوچي رایې د ټاکنو د قانون د «۹۸» مې مادې د دویمې فقرې د درېیمې برخې په اساس باطلې دي. که د رایو د تفتیش او بیا شمېرنې پر مهال د نوموړي په اړه جدي سرغړونې روښانه شوې، د قانون له مخې به یې په اړه پرېکړه وشي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند علي رضا دې ته په اشاره چې د دغه کمېسیون د ولایتي کمېسیونونو سیمه ییز دفترونه قانوني او د تصمیم له پلوه خپلواک دي، وویل: ((پرېکړې یې قانوني، د تنفیذ وړ او د پلي کېدو لپاره لازمي دي، مګر دا چې په دغه پرېکړو په قانوني ډول اعتراض وشي او د عدالت غوښتنه وشي، په دې صورت کې د ټاکنیزو شکایتونو مرکزي کمېسیون موضوع څېړي او ورته رسېدنه کوي او وروستۍ کېږي.))
نوموړي ټینګار وکړ، پر هغه څه چې پرېکړه شوې، د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د ولایتي کمېسیونونو صلاحیت او د تنفید وړ دي.
په همدې حال کې رسول خان کوچي پژواک خبری اژانس ته وویل: ((پر ما ظلم شوی، کمېسیون له موږ سره ناسم چلند او یو طرفه پرېکړه کړې ده.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن