کابل (پژواک، ١١ لېندۍ ٩٧): د فاریاب سیمه ییز چارواکي د نا امنۍ پر زیاتېدو د اندېښنې تر څنګ وايي، پر اندخوی، قرغان او قرمقول ولسولیو د طالبانو د تېرې شپې په برید کې پنځه پوستو سقوط کړی، شپږ امنیتي سرتېري په ې وژل شوي، ۱۶ ټپیان او درې نور ورک دي.
یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودو په شرط پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو طالبانو تېره شپه اته بجې پر اندخوی، قرغان او قرمقول ولسوالیو بریدونه کړي دي.
نوموړي زیاته کړه، دغه امنیتي پوسته داسې مهال طالبانو سقوط کړه چې پر اندخوی ولسوالۍ کې د پولیسو ځانګړې قطعې چې شپږ ټانکونه یې درلودل، شاه تګ وکړ او د دوی دغه چاره د پاتې امنیتي ځواکونو د مورال د له لاسه ورکولو او امنیتي پوستې د سقوط لامل شوه.
په ورته وخت کې د اندخوی ولسوال سلطان سنجر وايي، پر دې ولسوالۍ د طالبانو په برید کې درېیو پوستو سقوط کړی، درې امنیتي سرتېرې وژل شوي، شپږ ټپیان دي او درې نادرکه شوي دي.
د فاریاب د قرغان ولسوالۍ ولسوال ډاکتر محمد ابراهیم تینمس وویل، په دې ولسوالۍ د طالبانو په برید کې د «کل حاجي» په نوم د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان پورې اړوند یو مرکز او یوې امنیتي پوستې سقوط کړی دی.
نوموړي زیاته کړه، په دغه برید کې دوه امنیتي سرتېري او یو ولسي پاڅون کوونکی وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
په قرغان ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان کل حاجي له دولتي چارواکو شکایت کوي او وايي، د دې ډول بریدونو پر وخت مرستو ته اړتیا ده خو دوی هېڅ ډول اقدام ونه کړ.
د ده په خبره، په دغه برید کې یې یو کس وژل شوی او ۱۰ ټپیان دي.
د فاریاب د ولایتي شورا غړي انجنیر روزي وايي، همدا اوس د قرمقول او قرغان ولسوالیو ارتباطي لارې د اندخوی ولسوالۍ له مرکز سره تړل شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، اندخوی، قرغان، قرمقول او خان چهار باغ د فاریاب ولایت امن ولسوالۍ وې، د افغانستان د ټرانزيټ لویه لار د اقینې سوداګریز بندر له اندخوی او خانچارباغ څخه تېر شوی، اوس ناامنه شوی، طالبان د اندخوی یو کیلومترۍ ته را نږدې شوي، خلک اندېښمن شوي او یو شمېر یې جوزجان او مزارشریف ته روان شوي دي.
هغه د اندېښنې په څرګندولو وايي، که حکومت د یادو ولسوالیو امنیت ته توجه ونه کړي، د افغانستان د ترانزیټ تر ټولو لویه هغه لار چې افغانستان له مرکزي اسیا او اروپا سره تړي د طالبانو تر کنترول لاندې راشي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن