Pajhwok Afghan News

چارواکي: د تګاب ولسوالۍ ډېرې سیمې د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې راغلې

محمودراقي (پژواک، ١٥ لېندۍ ٩٧): د کاپيسا مسوولين وايي چې په تګاب کې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې عملياتو کې ٥٠ طالبان وژل شوي او لسګونه کلي ترې پاک شوي دي.

د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند سروش کوهستاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د تګاب په سوېلي سیمه کې د امنیتي ځواکونو له خوا ځانګړي عملیات پیل شوي وو او نن پاى ته ورسېدل چې په دې عملیاتو کې د تګاب اتيا سلنه خاوره له وسله والو مخالفینو پاکه شوې ده او ۵۰ وسله وال په کې وژل شوي دي.

ده زياته کړه، په دغو عملیاتو کې له يوه سرتېري پرته چې وژل شوى، نور چا ته زيان نه دى اوښتى. دغه راز له وسله والو وسلې، بمونه او نور چاودېدونکي توکي هم نیول شوي دي.

د تګاب امنیه قوماندان محمد نعیم ساپي پژواک ته وویل، په دغو عملیاتو کې پاڅون کوونکو، سیمه يیز پولیسو، ملي پولیسو، ملي اردو او کومانډو ځواکونو برخه اخیستې وه چې له  تېرو شپاړسو یا اولسو کلونو را په دېخوا دا لومړی ځل دی چې د تګاب ټوله جنوبي سیمه له وسله والو پاکه شوې ده.

د هغه په وينا، په دغو عملیاتو کې ۳۵ وسله وال وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي، خو ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دى زياتوي: “له یوې اوونۍ راهیسې په جګړه کې بوخت وم او په لسګونه کلي مو له وسله والو پاک کړي، اوس هڅه کوو چې دوه لوی امنیتي کمربندونه واچوو، څو په نیول شوو سیمو کې تلپاتى امنیت رامنځته شي.”

د تګاب د بدراب سیمې اوسېدونکي حاجي خیر الله پژواک اژانس ته وویل: «تېر کال د تګاب د جنوب یو شمېر سیمې له وسله والو پاکې شوې چې هغو سیمو کې اوس امنیتي سرتېري ځای پر ځای دي او ښه امنیت لري. اوسمهال د تګاب د امنيتي مسوولینو د هڅو پر اساس امنیتي ځواکونو په ګډه داسې ځانګړي عملیات پیل کړل چې د تګاب ډېره سیمه یې تر خپلې ولکي لاندې راوستې ده، خو زموږ غوښتنه له دوی څخه دا ده چې د نیول شو سیمو امنیت ټینګ کړي یا په کې امنیتي پوستې ځای پر ځای کړي.»

د وسله والو طالبانو رسمي سرچينو د دې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي، خو په سیمه کې وسله وال د خپلو کسانو مرګ ژوبله تاییدوي، خو د کره شمېر په اړه څه نه وايي.

تګاب د کاپیسا جنوبي ولسوالۍ ده چې له تېرو ۱۷ کلونو راهيسې دا لومړی ځل دی چې ډېره سیمه یې د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې راغلې ده.

Views: 0

Exit mobile version