Pajhwok Afghan News

د لښکرګاه ښار سلګونه بېځایه شوې کورنۍ له ستونزو سره مخ دي

لښکرګاه (پژواک، ١٩ لېندۍ ۹۷): د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار په څلورمه حوزه کې د پرله پسې جګړو له امله سلګونه کورنۍ نورو سيمو ته بېځایه شوې چې دا مهال له ستونزو سره مخ دي.

شاوخوا درې نيم کاله مخکې وسله والو طالبانو د يو ډله ييز بريد په ترڅ کې د لښکرګاه ښار د څلورمې حوزې اړوند د باباجي سيمه ونيوه.

د يادې سيمې د بېرته نيولو په موخه تېره اوونۍ عمليات پیل شوي چې تر اوسه دوام لري.

په دې اړه د هلمند د کډوالو چارو رييس نقيب الله زمريال د لېندۍ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې امنيتي ځواکونو د باباجي سيمې د بېرته نيولو لپاره عمليات پيل کړي دي.

ده وويل چې په دې موده کې شاوخوا ٤٥٠ کورنۍ نادعلي، ګرشک او د لښکرګاه ښار نورو سيمو ته بې ځايه شوې دي.

د نوموړي په وينا، د يادو کورنيو سروې يې پيل کړې څو د اړتيا پر مهال مرستې ورسره وکړي.

ده زياته کړه: ((د يو شمېر موسسو په همکارۍ موږ زرګونو کورنيو ته د مرستو لپاره چمتووالى نيولى دى.))

د زمريال د معلوماتو له مخې، يادې کورنۍ د خوراکي توکو تر څنګ د سرپناه او ژمنيو جامو په برخه کې ستونزې لري چې له سروې وروسته به مرستې ورسره وشي.

دغه راز د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک ته وويل چې د ولايت په لارښوونه د کډوالو چارو رياست له بېځايه شوو سره د مرستې لپاره چمتووالى نيولى دى.

دى وايي: ((موږ خلکو ته ډاډ ورکوو چې زموږ ځواکونه په عملياتو کې له احتياطه کار اخلي، هوايي او د توپچي بريدونه به نه کوي؛ ځکه چې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله وانه وړي.))

بل لور ته بيا بې ځايه شوي وايي چې له سختو ستونزو سره مخ دي.

د بې ځايه شوو له ډلې نعمت الله پژواک ته وويل چې په سيمه کې جګړه وه، دوى خپل ټول وسايل پرېيښي او اوس د حکومت مرستو ته اړتيا لري.

هغه زياته کړه: ((باباجي کې جګړه وه، اوس دلته موږ کارته لګان سيمې ته راغلي يو، د خوراک او اغوستو لپاره څه نه لرو، نو بايد کمک راسره وشي.))

دغه راز بل بې ځايه شوي حاجي محمد پژواک ته وويل چې له دوى سره بايد مرستې وشي، څو له ستونزو خلاصى ومومي.

هغه وايي: ((په جګړه کې بايد د ملکي خلکو ژوند ته ډيره پاملرنه وشي، ځکه اوس هم په باباجي ډير خلک په جګړه کې ګير پاتى دى.))

د يادونې ده، هلمند د افغانستان د نا امنو ولايتونو په ډله کې دى چې د يو شمېر نورو سيمو تر څنګ د مرکز لښکرګاه ځينې سيمې هم د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي.

Views: 0

Exit mobile version