ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نیمروز کې دوه کسان د انساني قاچاق په تور نیول شوي

په نیمروز کې دوه کسان د انساني قاچاق په تور نیول شوي

author avatar
11 Dec 2018 - 14:29
په نیمروز کې دوه کسان د انساني قاچاق په تور نیول شوي
author avatar
11 Dec 2018 - 14:29

 

زرنج (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۹۷): د نیمروز پولیس وايي، دوه کسان یې له هېواده بهر ته د شاوخوا ۲۰۰ کسانو د غیر قانوني لېږد او قاچاق په تور نیولي دي.

د نیمروز امنیه قوماندان سمونوال عبدالرقیب پژواک خبري اژانس ته وویل: ((له نیمروز ولایته یې پاکستان او بیا وروسته ایران ته په ناقانونه توګه د افغان کډوالو دوه قاچاقبران له درېیو موټرو سره یو ځای نیولي دي.))

د هغه په خبره، پولیسو د شاوخوا ۲۰۰ کسانو د ناقانونه لېږد مخه نیولې او بېرته یې خپلو سیمو ته لېږلي دي.

نوموړي زیاته کړه، پولیسو دغه اقدام په ناقانونه لارو د احتمالي خطرونو د موجودیت له امله ترسره کړی دی.

هغه زیاته کړه، ټولو نیول شوو کسانو ته چې ډېری یې ځوانان دي توصیه وشوه چې انساني قاچاقبران یې دوکه نه کړي.

د زرنج ښار اوسېدونکي احمدشاه وویل، ټول قاچاقبران په ښار او په ځانګړي ډول هوټلونو کې ازاد ژوند کوي او پولیس یې په اسانۍ مخه نیولای شي خو دغه کار نه کوي.

هغه وویل: ((هره ورځ د بېلابېلو لاملونو له امله له زرو ډېر ځوانان بهر ته ځي، چې ځينې یې موخې ته رسېږي خو ځيني نور یې بېرته را ګرځول کېږي.))

د نیمروز د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست یو مسوول چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي وویل: ((دا سمه ده چې له نیمروز ولایت څخه هره ورځ سلګونه ځوانان بهر ته ځي، خو په همدې شمېر یا لږ څه کم او زیات د ایران دولت بېرته را ګرځوي او دغه ولایت ته راځي.))

د هغه په خبره، په یاد ولایت کې د کډوالو د وتلو مخنیوی ستونزمن دی؛ ځکه له ایران او پاکستان سره پر ډېره اوږده پوله امنیتي پوستې نشته.

د نیمروز یو شمېر اوسېدونکي له هېواده د ځوانانو د وتلو لامل نا امني او بېکاري بولي.

د زرنج اوسېدونکي ګل احمد وویل،  که دولت په هېواد کې د امنیت د تامین توان ولري او د کا زمینه برابره کړي ځوانان به هېڅکله بهر ته ولاړ نه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.