ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هالنډ د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې د هلو ځلو ملاتړ وکړ

هالنډ د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې د هلو ځلو ملاتړ وکړ

author avatar
12 Dec 2018 - 18:24
هالنډ د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې د هلو ځلو ملاتړ وکړ
author avatar
12 Dec 2018 - 18:24

 

کابل (پژواک، ٢١ ليندۍ ٩٧): د هالنډ د دفاع وزيرې د افغان سولې د هلو ځلو ملاتړ وکړ او وايي چې هېواد به يې د افغانستان ترڅنګ پاتې شي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن مازدیګر د هالنډ د دفاع وزیرې مېرمن انا تیودورا برناردینا سره وکتل.

سرچينه کاږي، په دغه کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې ترسره شوه، دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو، په ځانګړي ډول د سوداګرۍ او کرنې، سولې او امنیتي او دفاعي سکتور کې د اصلاحاتو په اړه بحث او خبرې وکړې.

ولسمشر غني د هالنډ د دفاع وزیرې ته د ښه راغلاست پرمهال له افغانستان سره په بېلابېلو په ځانګړي ډول زیربنایي او د غوڅ ماموریت په چوکاټ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې له امله مننه وکړه.

د هالنډ د دفاع وزیرې له ولسمشر څخه په مننې د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې د هلو ځلو ملاتړ وکړ.

نوموړې په امنیتي سکتورکې د اصلاحاتو په برخه کې د دولت د  اقداماتو، د سولې بهیر کې د هلو ځلو او د ښځو حقونو ته د پاملرنې قدرداني وکړه ويې ویل: د هالنډ خلک او حکومت به د افغانستان ترڅنګ پاتې شي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.