ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افضلي: په افغانستان کې باید اطلاعاتو ته لاسرسی په کلتور بدل شي

افضلي: په افغانستان کې باید اطلاعاتو ته لاسرسی په کلتور بدل شي

author avatar
13 Dec 2018 - 15:34
افضلي: په افغانستان کې باید اطلاعاتو ته لاسرسی په کلتور بدل شي
author avatar
13 Dec 2018 - 15:34

 کابل (پژواک، ٢٢ لیندۍ ۹۷): د «تحقیقي راپورونو له لارې د فساد د له منځه وړلو لپاره له اطلاعاتو استفاده» تر عنوان لاندې ښوونیز ورکشاپ کې پر دې ټینګار وشو چې په افغانستان کې باید لږ تر لږه تر راتلونکو لسو کلونو اطلاعاتو ته لاس رسی په کلتور بدل شي.  

 په دغه درې ورځني ښوونیز ورکشاپ کې چې په کابل کې د ډنمارک سفارت په مالي ملاتړ او  د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیايي پروګرام (UNDP) په همغږۍ پژواک خبري اژانس جوړ کړى و د کابل، ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو ۱۹ خبریالانو ته اطلاعاتو ته د لاس رسي د قانون له لارې د تحقیقي راپورونو د برابرولو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل شول.

 اطلاعاتو ته د لاس رسي کمېسیون  رییس سید اکرام افضلي وویل، اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون د سیمې یو له غوره قوانینو څخه دی، ژورنالیسان او خلک کولای شي د دغه قانون له ګټو په ښه ډول استفاده وکړي.

 نوموړي زیاته کړه: ((که څه هم اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون موجود دی خو تر اوسه د ځواب ورکولو کلتور نه دی عام شوی او د دغه کلتور د بنسټیز کولو او اطلاعاتو ته د لاس رسي د قانون د تطبیق لپاره ډېر وخت ته اړتیا ده.))

 ده وویل: ((موږ باید تر راتلونکو ۵ یا ۱۰ کلونو اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون په یو کلتور بدل کړو.))

 د هغه په باور، اطلاعاتو ته د لاس رسي تازه قانون چې څه باندې شپږ میاشتې مخکې نافذ شوی ژورنالېستانو او خلکو ته له اړوند مراجعو څخه د اطلاعاتو د ترلاسه کېدو په برخه کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

 د پژواک خبري اژانس رییس او د یاد ښوونیز ورکشاپ يوتن پرمخ وړونکي وویل، د څلورو ولایتونو ژورنالېستان رابلل شوي څو اطلاعاتو ته د لاس رسي له قانون څخه په استفاده د تحقیقي راپور د برابرولو لازم مهارتونه زده او خلکو ته د فساد د له منځه وړلو لپاره هر اړخیز او جامع راپورونه برابر کړي.

 نوموړي زیاته کړه، په دغه ښوونیز پروګرام کې د کابل، لغمان، ننګرهار او کونړ ژورنالېستانو برخه اخیستې وه او اطلاعاتو ته د لاس رسي د قانون، تحقیقي ژورنالېزم، د تحقیقي راپور د جوړلو طریقه او د ژورنالېزم د اخلاقي اصولو په اړه یې زده کړه وکړه.

 په ننګرهار ولایت کې د کلید راډیو خبریالې او د یاد ښوونیز پروګرام ګډون کوونکې هیلۍ اسد وویل: ((په دغه ښوونیز ورکشاپ کې یې اطاعاتو ته د لاس رسي د قانون د چاپ د نېټې، د یاد قانون د ځانګړتیاوو، اطلاعاتو ته د لاس رسي د کمېسیون، تحقیقي ژورنالېزم، په ژورنالېزم کې د تحقیق د ارزښت او د ژورنالېزم د اخلاقي موازنې په اړه زده کړه وکړه.))

 هغې زیاته کړه، د تحقیقي راپورونو ارزښت، د تحقیقي راپورونو جوړول او د تحقیقي راپورجوړونکو له خوا د فساد ښکاره کول د دغه څو ورځني پروګرام ځانګړنې وې.

 هغې وویل: ((دا مو زده کړل چې د یو تحقیقي راپورجوړوونکي په صفت څه ډول ټولنې ته ګټه ورسوو.))

 نوموړې د پژواک خبري اژانس له مسوولانو وغوښتل چې په راتلونکې کې د ولایتونو په ځانګړې ډول ننګرهار په کچه دا ډول پروګرامونه جوړ کړي، څو اطلاعاتو ته د لاسر رسي د قانون او تحقیقي راپورونو د ارزښت په تړاو د سیمه ییزو خبریالانو د پوهاوي کچه لوړه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.