Pajhwok Afghan News

“د شېرخان بندر ښاروالي له سوداګرو څخه غير قانوني پيسې اخلي”

کندوز ښار (پژواک، ٢٢ ليندۍ ٩٧): کندوز کې يو شمېر سوداګر او د لويو موټرو چلوونکي وايي چې د شېرخان بندر ښاروالۍ ترې غيرقانوني پيسې اخلي چې دوى يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د اړوندې موضوع په اړه د کندوز په شېرخان بندر کې يو تن سوداګر شمس الله د ليندۍ په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د شېرخان بندر ښاروالي د دوى له سوداګريزو توکو څخه په شېرخان بندر او کندوز ښار کې غير قانوني پيسې ترلاسه کوي.

هغه وايي: (( دغه غيرقانوني پيسې ګمرک له سقوط سره مخ کوي، د سوداګر پيسو ته فرار ورکوي، بايد مخه يې ونيول شي.))

دغه راز بل سوداګر سيد جلال هم پژواک ته وويل چې د شېرخان بندر ښاروالي له دوى څخه غير قانوني پيسې اخلي چې بايد مخه يې ونيول شي.

ده زياته کړه: (( د دغو غير قانوني پيسو اخيستل د دى لامل شوي چې د دولت د عوايدو کچه را ټيټه شي.))

بل لورته د يو شمېر لويو موټرو چلوونکي هم ورته شکايتونه لري.

د شېرخان بندر- مزارشريف لويې لارې يو موټر چلوونکي رحيم الله پژواک ته وويل چې د قانون له مخې د هغه ولايت ښاروالۍ ته بايد پيسې ورکړل شي چيرته چې له موټر څخه بار  ښکته کيږي.

هغه وايي: (( کله چې دلته موږ په شېرخان بندر کې مال باروو نو ښاروالۍ را نه غير قانوني پيسې اخلي او بيا يي چې مزار کې ښکته کوو هلته خو مجبور چې پيسې ورکړو، نو د دغه کار مخه بايد ونيول شي.))

يو شمېر نورو موټر چلوونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

د اړوندې موضوع په اړه د شېرخان بندر ښاروال محب الله پژواک ته وويل: (( زه دفتر کې نه يم، زما اداري مدير به له تاسو سره خبرې وکړي، کله چې ښاروالۍ ته ورغلو اداري مدير يې وويل چې خپله ښاروال بايد په دې اړه خبرې وکړي.))

په پاى کې له ډېرو هڅه وروسته پژواک ونه شواى کولاى چې د اړوندې موضوع په اړه د شېرخان بندر ښاروالۍ د چارواکو نظر واخلي.

خو بل لورته د کندوز د والي وياند عصمت الله مرادي پژواک ته وويل چې د اړوندې موضوع په اړه دوى ته هم شکايتونه رسېدلي دي.

هغه وايي چې دغيرقانوني پيسو د ترلاسه کولو د مخنيوي په موخه هلې ځلې پيل شوې دي.

مرادي زياته کړه، که څوک د غيرقانوني پيسو پر اخيستو ونيول شول نو قانوني چلند به ورسره وشي.

د يادونې ده چې د کندوز ترڅنګ په پلازمېنې کابل او نورو ولايتونو کې هم له موټر چلوونکو څخه بېلابېلې ادارې غير قانوني پيسې ترلاسه کوي چې په اړه يې ډېر شکايتونه هم شوي، خو د مخنيوي لپاره يې تر اوسه جدي اقدام نه دى شوى.

Views: 0

Exit mobile version