ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند معترض نوماندان: زموږ رايې دې د بل ولايت کارکوونکي وشمېري

د هلمند معترض نوماندان: زموږ رايې دې د بل ولايت کارکوونکي وشمېري

author avatar
29 Dec 2018 - 14:32
د هلمند معترض نوماندان: زموږ رايې دې د بل ولايت کارکوونکي وشمېري
author avatar
29 Dec 2018 - 14:32

لښکرګاه (پژواک، ۸ مرغومی ۹۷): په هلمند کې يو شمېر معترض نوماندانو د خپلو پلويانو پر مټ د ټاکنو کمېسيون په دروازه کې خېمه وردروله او له حکومته يې وغوښتل چې د دغه ولايت رايې دې د بل ولايت د کارکوونکو له خوا وشمېرل شي.

په خېمه کې د راټولو  کسانو له ډلې د فضل باري  فياض په نوم يو نوماند وويل چې د ټاکنو کمېسيون نږدې ټول کسان پر  فساد ککړ دي او بايد پر ځای يې نور کسان  پر دندو وګومارل شي.

هغه زياته کړه، له کمېسيون سره يوازې د لومړۍ ورځې حساب شوې رايې  مني او نور چې وروسته  زياتې شوې، هغه دوی نه مني او مرکزي حکومت دې  د دوی غږ واوري.

د حسين عليزاده په نوم يو بل ناکام نوماند پژواک ته وويل چې په لومړۍ ورځ ۵۳زره رايې استعمال شوې او حساب شوې، خو اوس د دغه ولايت رايې ۸۳ زره ته  لوړې شوې ده.

د هغه په وينا، دا ښکاره درغلې شوې ده.

د جميلې نيازۍ په نوم  يوې نوماندې وويل، د دوی په حق کې ظلم  شوی، د ټاکنو له ورځې وروسته نورې رايې اضافه شوې او د دې حساب دې د يوه  بل ار ګان او نوي پرسونل پر وړاندې ترسره شي .

معترضو نوماندانو د ټاکنو کمېسيون د مامورينو د تګ راتګ هم تړلې ده او ګواښ يې وکړ، که چېرې يې غږ وا نه ورېدل شي، نو لاريونونو ته به ادامه ورکوي.

په دغه ولايت کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس هاشم درانی وايي، کومه خېمه چې دوی درولې، د قانون خلاف ده، دوی خپل  شکایتونه ثبت کړي دي، د شکايتونو کمېسېون يې  څېړي، رڼې او ککړې رايې  سره جلا کوي.

هغه پژواک ته وويل، په لومړۍ ورځ چې کومې رايې شمېرل شوې، هغه احتمالي حساب شوې وې او کله چې له ولسواليو بشپړ معلومات راغلل نو رايې ډېرې شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.