ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خالد: تر هغه چې مخالفین خپلې سرزورۍ ته دوام ورکوي، پر وړاندې به یې عملیات روان وي

خالد: تر هغه چې مخالفین خپلې سرزورۍ ته دوام ورکوي، پر وړاندې به یې عملیات روان وي

author avatar
8 Jan 2019 - 12:15
خالد: تر هغه چې مخالفین خپلې سرزورۍ ته دوام ورکوي، پر وړاندې به یې عملیات روان وي
author avatar
8 Jan 2019 - 12:15

میمنه (پژواک، ۱۸ مرغومی ۹۷): د هېواد په شمال کې د نا امنۍ زیاتېدو په داسې حال کې داخلي او بهرني چارواکي فاریاب ته په سفر کولو اړ کړل چې د دغه ولایت په اندخوی او المار ولسوالیو کې د وروستیو څو ورځو عملیاتو له امله ۵۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پژواک خبري اژانس د راپور پر اساس، د دغه ولایت په المار او اندخوی ولسوالیو کې د ګډو افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو د درېیو قوماندانانو په ګډون د دې ډلې ۳۴ غړي وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد، د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې رییس عبدالمتین بیګ او په افغانستان کې د غوڅ ماموریت ځواکونو د قوماندان جنرال سکاټ مېلر د فاریاب له سیمه ییزو مسوولینو سره د خبرو او د دغه ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره تېر ماسپښین میمنې ښار ته ورسېدل.

فاریاب ته لوړپوړي افغان امنیتي چارواکي او د بهرنیو ځواکونو قوماندان په داسې حال کې سفر کوي چې دوې ورځې مخکې په اندخوی او المار ولسوالیو کې د وسله والو مخالفینو پر مرکزونو هوايي او ځمکني بریدونه وشول چې له امله یې لسګونه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد په فاریاب کې د وسله والو مخالفینو پر ضد عملیات اغېزمن وګڼل او زیاته یې کړه، په وروستیو څو ورځو کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه د دغه ولایت د امنیتي وضعیت د ښه کېدو لپاره د ګډو عملیاتو په دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: ((د سولې د راتلو لپاره به زموږ جګړه او فشار تر هغه دوام ولري چې دښمن مو له خپلو کړونو لاس وانخلي او سوله ونه مني.))

هغه زیاته کړه، افغان امنیتي ځواکونه ورځ په ورځ قوي کېږي له دفاعي حالته وتلي او د دښمن ځپلو ته تیار دي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس عبدالمتین بیګ وویل، دغه سفر د فاریاب د عمومي وضعیت د ښه کېدو او اروزنې لپاره ترسره شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، په تېرو څو ورځو کې د عملیاتو په ترڅ کې له ۵۰ ډېر وسله وال وژل شوي او د مرکزي ادارې ډېره هڅه د سیمه ییزې ادارې تقویه کول دي.

د فاریاب والي نقیب الله فایق هم وویل، فاریاب د پراخې نا امنۍ شاهد و، خو د اکمالاتي قطار په تېرېدو او ايتلاف ځواکونو په راتلو طالبان ځپل شوي او نور د سیمو د نیولو توان نه لري.

فایق زیاته کړه، پر طالبانو د عملیاتو او نظامي فشار دوام د سولې زمینه چټکوي.

هغه زیاته کړه: ((د ولایت په کچه له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د سپین ږيرو هڅې روانې دي، مثبته پایله لري او فاریاب به له نورو ټولو ولایتونو د سولې په برخه کې مخکې وي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.