ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بامیان او میدان وردګو کې د اسکي لوبې د لوبغاړو تمرینونه پیل شول

په بامیان او میدان وردګو کې د اسکي لوبې د لوبغاړو تمرینونه پیل شول

author avatar
12 Jan 2019 - 12:18
په بامیان او میدان وردګو کې د اسکي لوبې د لوبغاړو تمرینونه پیل شول
author avatar
12 Jan 2019 - 12:18

باميان (پژواک، ٢٢ مرغومی٩٧): په میدان وردګو او بامیان ولایتونو کې نن د اسکي ورزشي څانګې د سیالیو لپاره د دې څانګې له سلو ډېرو نارینه او ښځینه لوبغاړو تمرین پیل کړ.

په بامیان کې د اسکي فدراسیون د چارواکو په خبره، که څه هم د میدان وردګو ولایت د اسکي ورزشي څانګې ځينو لوبغاړو تېره ورځ د دغه ولایت په یو شمېر سیمو کې خپل تمرینونه پیل کړي وو، خو نن دا تمرینونه د بامیان په اسکي پارک او د قلندر غرونو په شاوخوا او میدان وردګو ولایت کې په رسمي ډول پیل شول.

د بامیان د اسکي فدراسیون مسوول محمد جاوېد امیري پژواک ته وویل، دغه تمرینونه د اسکي ملي ټېم لپاره د غوره لوبغاړو د ټاکلو په موخه پیل شوي دي.

سرچینې د دې په روښانولو چې همدا اوس په بامایان کې د ۴۰ نجونو په ګډون ۱۶۰ ورزشکاران د اسکي په برخه کې فعالیت کوي زیاته کړه، ټاکل شوې چې د دغو لوبغاړو له منځه به تر راتلونکي یوې اوونۍ د افغانستان د اسکي ورزشي څانګې ملي ټېم جوړ شي.

د یادې سرچینې په خبره، ټاکل شوې چې د اسکي ملي ټېم د ټاکلو لپاره له نورو ټولو ولایتونو څخه د یادې څانګې لوبغاړي بامیان ولایت ته راشي.

زهرا امیري چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې په دې ورزشي څانګه کې فعالیت کوي وویل، د اسکي تمرینونه هم تفريح ده او هم لوبغاړي سیالیو ته تیاروي.

هغې زیاته کړه: ((موږ خوښ یو چې په بامیان کې ښځو ته د ورزش په ځانګړې توګه اسکي زمینه برابره ده.))

 د چله اسکي کلپ غړي محمد علي عرفات پژواک ته وویل، اسکي پاک او خوښي راوړونکی ورزش دی او دا برخه په بامیان ولایت کې ډېر مینه وال لري.

په میدان وردګو کې د اسکي کلپ او قلندر ټېم روزونکي محمد حسن سلطاني پژواک ته وویل، د دوی لوبغاړو له تېرو درېیو ورځو راهیسې د قلندر غره په شاوخوا او ځینو نورو برخو کې د اسکي تمرین پیل کړی دی.

 هغه زیاته کړه، تصمیم لري چې د ملي ټېم د ټاکلو لپاره د خپل کلپ له غړو سره یو ځای د بامیان ولایت په سیالیو کې برخه واخلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.