Pajhwok Afghan News

په کاپيسا کې د طالبانو يو قاضي له حکومت سره يو ځاى شوى

محمودراقي (پژواک، ٢٨ مرغومى ٩٧): ځايي چارواکي وايي چې د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د طالبانو يو قاضي له حکومت سره يو ځای شوى دى.

د تګاب ولسوالۍ امنيه قوماندان محمد نعیم ساپي د مرغومي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د وسله والو مخالفینو يو برحال قاضي مولوي عزیزالرحمن ساپی له  خپلو دوو ساتونکو سره له امنیتي ځواکونو سره یو ځای شو.

هغه زياته کړه چې دغه قاضي يې د ولايت مرکز ته استولى او په سيمه کې نور مخالفين هم ورسره تماس کې دي.

د نوموړي په وینا، اوسمهال په تګاب کې امنيتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي او ډېرې سيمې یې له وسله والو نيولې دي.

Views: 0

Exit mobile version