Pajhwok Afghan News

د کاپيسا خلک: د کرزي او غني دواړو واکمنیو کې د باغ درې بند جوړولو برخلیک معلوم نه شو

محمودراقي (پژواک، ٢ سلواغه ٩٧): د کاپيسا اوسېدونکي وايي چې د حامد کرزي او اشرف غني دواړو واکمنۍ کې د دغه ولايت د باغ درې بند چې د ۲۵۰ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري، جوړ نه شو.

د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې، د باغ درې د برېښنا بند به د ٢٦٠ ميليونه ډالرو په لګښت جوړ شي چې د ٢٥٠ ميګاواټه برېښنا د تولید وړتیا به ولري.

د دوى په وينا، له دغه بنده د کاپيسا پر ټولو ولسواليو سربېره پروان، پنجشېر او د کابل يو شمېر سيمو ته هم برېښنا ورکول کېدای شي.

د کاپیسا د مرکز اوسېدونکي او قومي مشر حاجي ګل اغا پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پنجشېر، سالنګ، غوربند او شتل سيندونه د کاپیسا له مرکزه تېرېږي او له نغلو سره یو ځای کېږي، خو د دغه ولايت د باغ درې بند کارونه تر اوسه پيل نه شول.

هغه زياته کړه، له څو کلونو راهيسې د خلکو هيله وه چې برېښنا بند پرې جوړ شي، خو حکومتي چارواکي راغلل خپله د برېښنا وزیر، نور ټيمونه يې هم راوستول، سروې بشپړه شوه، خو تر اوسه یې کارونه نه دي پيل شوي.

د دغه ولايت بل اوسېدونکى انجنير ميراغا وايي چې که دې برخه کې پروژې پلې شوې وای، نو د ده په ګډون ډېرو خلکو ته به کارونه پیدا شوي و.

ده زياته کړه، د نجراب د سولانک په سيمه کې زرګونه جريبه ځمکه شته، حکومت ژمنه کړې وه چې هلته د اوبو بند جوړوي، مګر کلونه ووتل خو تر اوسه د خلکو هيلې همداسې پاتې دي.

د کاپيسا د مدني ټولنې رييس حاجي حشمت الله اسحاق زاده وايي چې له پخواني ولسمشر کرزي تر اوسه پورې ټولو چارواکو تشې ژمنې کړې او په عمل کې يې هېڅ نه دي کړي.

هغه له حکومته وغوښتل چې دا ډول غټې پروژې پلې کړي چې هم يې خلکو ته ګټه ورسېږي او هم حکومت ته.

د نوموړي په وينا، هغه مهال د برېښنا وزير علي احمد عثماني په خپلو خبرو کې د خپل وزارت له مهمو کارونو په هېواد کې يو د دې پروژې پلې کول وبلل، مګر تر اوسه د دې پروژې کارونه همداسې نيمګړي دي.

ځايي چارواکي وايي چې په  ٢٠١٦ کال کې د اوبو او برېښنا وزارت يو ټیم د باغ درې له سیمې لیدنه وکړه، سروې ګانې يې هم شوې دي.

د کاپیسا د والي د وياند قيس قادري وايي، دوى هڅه کوله چې کوم ښه شرکت پيدا کړي او د دغه بند د جوړېدو په اړه ورسره لاسلیک وکړي.

د والي مرستيال عزيزالرحمن تواب پژواک ته وويل، که چېرې دغه بند جوړ شي، د کاپیسا ځوانانو ته د کار زمینه پیدا کېږي، د کاپیسا د برېښنا د تولید مرکز ګرځي چې د نغلو، جبل السراج، یا د تاجکستان وارداتي برېښنا ته بیا اړتیا نه لري.

د هغه په وينا، د سولانک په سیمه کې چې کومې ځمکې دي، هغه به خړوبېږي او کرنیزې ځمکې به رامنځته شي.

ده زياته کړه، دا يوه ملي پروژه ده بايد ژر تر ژره يې کارونه پيل شي.

د والي مرستيال وايي، چې د دوى کار يواځې همکاري کول دي، د دې ډول ملي پروژو پلي کول په کابل کې د اړوندو وزارتونو کار دى، دوى نه شي کولى چې پر هغوى فشار واچوي.

د کاپیسا د ولایتي شورا رييس حسين سنجني وايي چې دوى هم په دې اړه څو ځلې په ليکلې بڼه وړانديزونه لېږلي، کله چې ولسمشر کاپيسا ته راغلى و، هغه ته يې هم وويل، هغه ژمنه وکړه، خو تر اوسه عملي شوې نه ده.

هغه پژواک ته وويل، دغه راز ډاکتر عبدالله ته يې هم د کاپيسا د سفر پر مهال دغه خبره کړې، مګر تر اوسه يې د عمل جامه نه ده اغوستې.

سنجني وايي چې له څو کلونو راهيسې تخنیکي او فني ټيمونه راځي، سروې کوي بېرته ځي خو عملي کار نه پيلوي.

په ولسي جرګه کې د کاپیسا د خلکو استازي انجنير محمد اقبال ساپی وايي چې دوى هم د دې ملي پروژې لپاره هلې ځلې کړې، خو کوم ځاى يې نه دى نيولى.

هغه وايي چې ځيني ګاونډي هېوادونه د دې پروژې د مخنيوي هڅې کوي، خو د کوم هېواد نوم يې وانه خيست.

د يادونې ده، د يادو سيندونو اوبه په سروبي کې له کابل سيند سره يو ځاى او بيا پاکستان ته ځي.

د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وايي چې د هندوستان حکومت په دې اړه ارزونه کړې ده او دا چې کله به پيل شي معلومات نه ورکوي.

حکومت د ١٣٩٥ لمريز کال په چنګاښ مياشت کې ويلي وو چې په راتلونکو دوو مياشتو کې به په کاپيسا کې د باغ درې بند جوړولو چارې يو خصوصي شرکت ته وسپارل شي.

دوى زياته کړې وه چې د باغ درې بند په جوړېدو سره به د نغلو، سروبي او درونټې بندونو د برېښنا توليد او عمر هم لوړ شي.

دغه بند به چې د پنجشېر پر سيند جوړېږي ۱۵۸متره لوړوالی، ۲۰۵ ميليون مترمکعب ظرفيت، ۱٫۳ کيلومتره تونل او څلور توربينونه ولري.

Views: 3

Exit mobile version