کندهار (پژواک، ۷ سلواغه ۹۷): چارواکي وايي، د سوېل په پنځو ولایتونو کې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د ښځو د اقتصادي پياوړتیا پر ملي پروګرام ۱۰۰ میلیونه ډالر لګوي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مالي او اداري مرستیال معراج الدین شمس دغه څرګندونې د سلواغې په ٧مه، د ولایت مقام د غونډو په تالار کې په همدې موخه جوړې شوې غونډې ته وکړې.
په دې غونډه کې سرپرست والي عبدالحنان منيب، د يو شمېر ولسواليو ولسوالانو، د اړوندو دولتي ادارو مسوولينو، قومي مشرانو او ښځو ګډون کړی وو.
شمس وویل، د سوېل په پنځو ولایتونو کندهار، هلمند، زابل، اروزګان او نیمروز کې به د ښځو د اقتصادي ودې پر ملي پروګرام ۱۰۰ میلیونه ډالر لګول کېږي.
هغه زیاته کړه، دغه پنځه کلن پروګرام د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له خوا پر مخ وړل کېږي چې لګښت یې د نړیوال بانک له خوا ورکول کېږي.
د ده په خبره، د دغه پروګرام له له مخې به د یادو شوو ولایتونو د ۸ ولسوالیو ۷۳۱ کلي تر پوښښ لاندې ونیول شي چې ۵۸ زره ۵۰۰ ګټه اخیستونکي به ولري.
دی وايي، د دغه پروګرام لپاره به هر کلی يوه ټولنه ولري او له دې لارې به له کليوالو مېرمنو سره ۵۴۸ ميليونه افغانۍ بلاعوضه مرستې هم وشي.
هغه وویل، دغه پروګرام به د کلیوالي صنعتونو په پیاوړتیا، د کورني تولید په ډېرښت، د کورني اقتصاد په وده، ښځو ته په کور دننه د کاري فرصتونو په ایجاد او د کورنیو تولیداتو لپاره به په هېواد کې او له هېواده دباندې په بازار موندنه کې اغېزمن ثابت شي.
سرپرست والي عبدالحنان منیب دغه پروګرام د ښځو د اقتصادي ودې لپاره مهم وباله او غوښتنه یې وکړه چې د دغه پروګرام له لارې دې ښځو ته د لاسي صنایعو د تولید د یوه مرکز او مارکېټ جوړولو زمینه هم برابره شي.
نوموړي د دغه پروګرام د پلي کولو په برخه کې د ولايتي ادارې په استازولۍ د هر ډول همکاريو ډاډ ورکړ.
غونډې ته د کليوالي اقتصاد اجرايوي مشر رحمت الله قريشي، د کندهار د کليو د بیارغونې او پراختيا ریيس محمد نسیم ایوبي او قومي مشرانو هم خبرې وکړې او دغه پروګرام يې د کليوالو مېرمنو د اقتصادي پياوړتيا لپاره د حکومت مهم ګام وباله.
ټاکل شوې ده، د دغه پروګرام له مخې په کندهار ښار او دوو ولسواليو ډنډ او دامان کې د کلیوالي ښځو لپاره د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شي.
کندهارۍ مېرمنې دغه پروګرام ته خوشحاله دي او غوښتنه کوي چې دغه پیسې دې په سمه توګه ولګول شي څو د بې وزلو مېرمنو په ژوند کې بدلون راولي.
اسیه د کندهار د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکې بې سرپرسته مېرمن ده چې د ستنې د کار له لارې د خپلې کورنۍ اړتیا پوره کوي.
هغې پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې ولایت کې په زرګونو مېرمنې شته چې د کورنۍ سرپرستان یې له لاسه ورکړي او اوس له مجبورۍ لاسي کارونه کوي خو دغه مېرمنې د حکومت سرپرستۍ ته اړتیا لري.
دا وايي، دې خبر ډېره خوشحاله کړې ده، خو تمه یې دا ده چې دغه پروګرام په سمه توګه پلی شي او د هغو بې سرپرسته مېرمنو لاسنیوی وشي چې په رښتینې توګه مستحقې دي.
د معلوماتو له مخې، د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا دغه ملي پروګرام د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې پلی کېږي چې شاوخوا ۵ سوه زره ښځې به تر پوښښ لاندې ونیسي.
Hits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن