ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکي : د حکومت له ګډون پرته د مسکو او نورې غونډې پايلې نه لري

لاريون کوونکي : د حکومت له ګډون پرته د مسکو او نورې غونډې پايلې نه لري

author avatar
5 Feb 2019 - 14:44
لاريون کوونکي : د حکومت له ګډون پرته د مسکو او نورې غونډې پايلې نه لري
author avatar
5 Feb 2019 - 14:44

 ګردېز(پژواک، ١٦ سلواغه ٩٧): د پکتيا ولايت سلګونه اوسېدونکو د امنيتي ځواکونو په اړه د وسله والو طالبانو د وروستيو څرګندونو په غبرګون کې لاريون وکړ او د ګلونو په ورکولو يې له هغوی څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.

دوی د امنيتي ځواکونو او مؤقت حکومت په اړه د طالب استازو وروستۍ څرګندونې پردۍ او ملي خيانت وباله او ويې ويل چې د حکومت له ګډون پرته د سولې اړوند د مسکو او نورې غونډې ګټورې پايلې نه لري.

لاريون کوونکي او د پکتيا د ولايتي شورا غړي محمدرحمن قادري د امنيتي ځواکونو د منحل کېدو په اړه څرګندونې د سيمې د استخباراتو فرمايش وباله او ويې ويل چې د ملي ارزښتونو په قېمت بايد له وسله والو مخالفينو سره خبرې ونه شي.

قادري وايي چې مؤقت حکومت بېرته له صفره پيلول دي او د مسکو د غونډې ګډونوال هم د سياسي موقف لپاره په ملي مسايلو معامله کوونکي کسان دي.

نوموړي وويل:((موږ هيچا ته اجازه نه ورکوو لکه دوی چې د سيمې د استخباراتو په اشاره وويل چې اردو بايد ړنګه شي، دا زموږ ملي اردو ده او موږ له خپلې اردو دفاع کوو. هر څوک چې سوله کوي د افغانستان اساسي قانون او اوسنی نظام به مني، له هغه وروسته انتخابات راځي، بيا دې ځان کانديد کړي. همدارنګه د مسکو ناسته د افغانستان د خلکو استازيتوب نه شي کولی.))

بل لاريون کوونکي او د ګردېز اوسېدونکی حسين وايي چې په تېر کې يې د حکومت د نشتون ترخې تجربې ليدلې او نه غواړي چې د امنيتي ځواکونو او حکومت په نشتون کې بيا هېواد د تباهۍ خواته ولاړ شي.

حسين پژواک ته وويل:((موږ دا اردو نه نړوو، داسې وختونه به راشي لکه پخوا چې پر موږ تېر شو. موږ د امنيتي ځواکونو ملاتړ کوو. په هېواد کې امنيت او سوله غواړو.))

مدني فعال فريد تسکين وايي چې روانه جګړه د اسلام تر نوم لاندې استخباراتي او پردۍ جګړه ده او په مسکو او نورو هېوادونو کې له بهرنيانو سره د سولې خبرې بې ګټې دي.

تسکين وايي:((اسلام د سولې دين دی، هغه خلک چې په مسکو کې له روسي جنرالانو سره يا په قطر کې له امريکايي جنرالانو سره د سولې په اړه خبرې کوي، هغوى زموږ جهادي مشران نه و، هغوی مخکې هم جاسوسان و، اوس هم جاسوسان دي. موږ مؤقت حکومت ځکه نه غواړو چې داسې جاسوسان د ملت د وېشنې لپاره خپلې ګټې لټوي او دوی د دې وطن دښمنان دي.))

د پکتيا د ځانګړې قطعې مرستيال قوماندان عبدالله منګل د امنيتي ځواکونو د منحل کېدو خبره د دښمنانو خوب بولي او وايي، د خلکو په ملاتړ به د تېر په څېر د خلکو او هېواد دښمنانو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.

عبدالله منګل وايي:((موږ به د خپلې وينې تر اخري قطرې پورې د دې وطن او خلکو دفاع کوو او هغه خلک چې وايي امنيتي ځواکونه دې منحل شي، دا خوب به ګور ته يوسي. لکه څنګه چې ولسمشر وويل چې دوی دې زر کاله صبر وکړي، موږ وايو چې لس زره کاله دې صبر وکړي.))

په قطر کې د سولې په اړه له امريکايي استازو سره له څو ورځنيو خبرو وروسته د وسله طالبانو يوه استازي د افغان امنيتي ځواکونو د بنسټونو د له منځه وړولو او موقت حکومت رامنځته کېدل اړين بللي و، خو ولسمشر غني يې په غبرګون کې ويلي، اجازه به ورنه کړي چې د افغان پوځ وسايل يو ځل بيا کباړ او ګاونډيو هېوادونو ته ولېږدول شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.