کابل (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٧): د کرنې وزارت وايي، په څلورو شمالي ولایتونو کې د ممیزو ۴۵ عصري خونې جوړې او د استفادې وړ وګرځېدې.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ له وزارته پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغو ممیزخونو جوړولو چارې په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې د دغه وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» له خوا پیل شوې وې چې اوس یې کارونه بشپړ شوي او فعالې شوې دي.
سرچينه زياتوي، دغه ممیزخونې چې هر یوه یې لس متره اوږدوالی، پنځه متره سور او پنځه متره لوړوالی لري، هره یوه یې د دې وړتیا لري چې په یوه وخت کې ۵ تر ۷ ټنه انګور ځای کړي.
د خبرپاڼې په حواله، د دغو ممیزخونو له ډلې لس په سرپل، ١٨ په فارياب، ١٠ په جوزجان او ٧ نورې په بلخ کې جوړې شوې دي.
سرچينه کاږي، د دغو ممیزخونو جوړول د بڼوالو په اقتصادي وده کې رغنده رول لري؛ ځکه کوم ممیز چې په دغو ممیزخونو کې تولیدېږي، له هغو ممیزو چې په دودیزه بڼه تولیدېږي، څو برابره ښه کیفیت لري.
ممیز د افغانستان له مهمو صادراتي توکو ګڼل کېږي او د ممیزخونو جوړول د معیاري ممیزو په تولید کې له بزګرانو سره مرسته کوي.
د کرنې وزارت وايي، په وروستیو کلونو کې د دغه وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې او نورو برنامو له لارې د هېواد په هغو ولایتونو کې چې د انګورو ډېر بڼونه په کې دي، سلګونه ممیزخونې جوړې شوې دي.
له دغو ممیزخونو برخمن شوي بزګران وایي، تر دې مخکې د خپلو بڼونو انګور په دودیز ډول په ممیزو بدلول چې ښه پېرېدونکي یې نه درلودل او له دې لارې یې عواید په نشت حساب و، خو پر عصري ممیزو خونو کې د معیاري ممیزو تولید به د دوی عواید څو برابره زیات او پېرېدونکي به یې ډېر کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن