Pajhwok Afghan News

“د سولې په خبرو کې دې پر اساسي قانون معامله نه کېږي”

مزارشريف (پژواک، ۲۲ سلواغه ۹۷): د بلخ اوسېدونکي غوښتنه کوي چې د سولې اړوند روانې پروسې او خبرو کې دې اساسي قانون نه قرباني کېږي.

دوی زياتوي چې په اساسي قانون کې بايد د ياد قانون د شرايطو مطابق تعديل راشي، خو له يوې مخې دې له منځه نه وړل کېږي.

د بلخ يو شمېر مدني فعالان، قومي مشران او د ښځو د حقونو فعالانو د سلواغې په ۲۲مه په مزارشريف ښار کې راټول شوي وو او بين الافغاني سوله يې د اوسنيو ستونزو يواځېنۍ لار وبلله.

د بشري حقونو يوه فعال حيات الله جواد له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل چې په اساسي قانون کې ډېری داسې ارزښتونه دي چې پرته له هغو ټولنيز عدالت نه شي ټينګېدی.

نوموړی دغه راز زياتوي که د سولې په روانه پروسه کې د اساسي قانون د بدلون مخه ونه نيول شي، نو دومداره سوله او ثبات به تامین نه شي.

هغه د ښځو پر حقونو هم اندېښنه لري او وايي، اجازه نه ورکوو چې د سولې په روانه پروسه کې د افغان مېرمنو حقوق تر پښو لاندې شي.

هغه زياتوي ((ښځې د اسلام له نظره حق لري چې په ټولنه کې د نارينه وو تر څنګ کار وکړي او په ټولنيزو چارو کې پوره لاس ولري.

حيات الله جواد ګواښ کوي که چېرې د سولې خبرې د ځانګړو ګروپونو او ډلو له لارې د دروازو تر شا وي نو عام خلک به غبرګون وښيي.

محمد ناصر اميني چې د پوهنتون استاد دی، پژواک ته په خبرو کې له حکومت او سياسي احزابو وغوښتل چې له مخالفو وسله والو سره دې د سياسي معاملو پر سر اساسي قانون نه قرباني کوي.

نوموړی وايي چې د وسله والو په غوښتنه دې اساسي قانون نه تعديلېږي او د خلکو غوښتنې هم بايد په روانه پروسه کې له پامه ونه غورځول شي.

دی زیاتوي: ((موږ له تېرو څو لسيزو راهيسې د خپلو ارزښتونو او اساسي قانون لپاره قربانۍ ورکړې، نه غواړو چې اوس د سياسي معاملو پر سر زموږ قرباني نادیده وګڼل شي.))

دی وايي، سوله هغه وخت راتلای شي چې ټولنيز عدالت تامين وي.

مُبينه ساعي د مزارشريف د ازادو خبريالانو يا نی مسووله هم وايي چې د بيان ازادي د افغان ولس په قربانۍ راغلې او بايد د مذاکراتو دواړه خواوې يې د خوندي ساتلو لپاره پام وکړي.

هغه زياتوي: ((د سولې په خبرو اترو کې بايد د بيان ازادي، د ښځو حقوق، په افغانستان کې د رسنيو د فعاليتونو د خونديتوب ضمانت هم وشي.))

د ښځو د حقونو فعاله فرزانه رحيمي هم له پژواک سره په خبرو کې د دروازې تر شاه د سولې پر خبرو اندېښنه لري او وايي چې دا ډول پټو خبرو د مېرمنو عامه اذهان خراب کړي چې ګواکې حقوق به یې خوندي نه شي.

نوموړی پر حکومت هم نيوکه کوي چې په راتلونکي کې د افغان مېرمنو حقونو د خوندي توب په تړاو ځانګړې طرحه نه لري.

رحيمي وايي، هغه سوله افغان مېرمنو ته د منلو ده چې د دوی قرابانۍ او حقوقو ته په کې احترام وشي او خوندي کړای شي.

د پوهنتون استاد حميد صفوت هم وايي چې د سولې د راتلو قيمت بايد معلوم وي او ټول ارزښتونه دې نه په کې قرباني کېږي.

استاد صفوت پر دې هم ټينګار وکړ چې د سولې مذاکرات بايد د افغان حکومت په شتون کې مخکې ولاړ شي او وخت په وخت يې معلومات له ولس سره شريک کړای شي.

Views: 0

Exit mobile version