Pajhwok Afghan News

ننګرهار او کاپيسا کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

جلال اباد- محمودراقي (پژواک، ۲۴ سلواغه ۹۷): امنيتي چارواکي وايي، په ننګرهار او کاپيسا ولايتونو کې په ځینو امنيتي پېښو کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار چارواکي چې د دغه ولایت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله اوو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو وياند جګړن محمد هارون يوسف زي د سلواغې په ۲۴مه پژواک اژانس ته وويل، د خوږياڼو ولسوالۍ په زاوې سيمه کې پر وسله والو طالبانو د خپل ماين چاودنه شوې ده.

دی وايي چې په دې چاودنه کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

هغه زياته کړه، وسله والو پلان درلود چې ياد ماين د ملکي خلکو په يوه ګڼه ګوڼه ځای کې ځای پر ځای کړي او چاودنه ورکړي، خو موخې ته له رسېدو وړاندې یې چاودنه کړې ده.

بلخوا د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ امنیتي چارواکي وايي چې تېره شپه د وسله والو مخالفينو يو قوماندان وژل شوی او يو ساتونکی يې ټپي دی.

د کاپيسا امنيه قوماندان محمد نعيم ساپي پژواک اژانس ته وويل چې وژل شوى قوماندان اجمل نومېده او د تګاب اوسېدونکی و.

د هغه په وينا، نوموړي له خپلو وسله والو غوښتل چې د شپې پر مهال پر پولیسو برید وکړي چې وروسته امنیتي ځواکونه پرې خبر شوي، بريد يې پرې کړى دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی څرګند کړی.

Views: 0

Exit mobile version