ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له تندر قول اردو کابو ۴۰۰ پوځيان له نظامي زده کړو فارغ شول

له تندر قول اردو کابو ۴۰۰ پوځيان له نظامي زده کړو فارغ شول

author avatar
19 Feb 2019 - 18:24
له تندر قول اردو کابو ۴۰۰ پوځيان له نظامي زده کړو فارغ شول
author avatar
19 Feb 2019 - 18:24

ګردېز (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٧): په سوېل ختيځ کې د ۲۰۳ تندر قول اردو په چوکاټ کې يو نوی کنډک رامنځ ته او په عين حال کې تر ۴۰۰ نوي روزل شوي پوځيان له زده کړو فارغ شول.

پوځي چارواکي وايي، د ملي اردو او سرحدي پوليسو ياد سرتېري او افسران به د دې زون په بېلابېلو ولايتونو کې په دندو وګومارل شي او په ځينو ځايونو کې به ورسره د پوځي ټوليو نيمګړتياوې ډکې شي.

د يادې قول اردو قومندان تورنجنرال دادان لونګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نويو روزل شويو ۳۸۸ سرتېرو څخه به يې ځينې د سيمه ييزې اردو په چوکاټ کې په خپلو سيمو کې دندې تر سره کړي.

د ده په وينا، په ټاکل شويو سيمو کې مېشت د ملي اردو سرتېري به خپل ځايونه تازه رامنځ ته شوې سيمه ييزې اردو ته پرېږدي او د ملي اردو سرتېري به تر ډېره په عملياتي ځواک بدل شي.

هغه وايي: ((نن يو کنډک له جمعي تعليماتو څخه فارغ شو، په دې کې درې پياده ټولي و و، دا احيا مجدد شول، د دوی د تعليم او تربيې په څنګ کې دوی تجهيز او تسليح شول او دوی چې د پرسونل کوم کمبودات لرل، هغه ورته پوره شول، تجهيزات او وسايط يې چې کم و، هغه ورته پوره شول، کوم وسايط يې چې خراب و، هغه ورته ترميم شول، يعنې د جګړې لپاره اماده شول. همدارنګه زموږ ټيم ليډرانو ۱۵۰ نفره د لومړۍ کرښې قوماندانان هم تربيه کړل، چې په جګړه کې به مثبت اغېز ولري.))

جنرال لونګ وويل، د تندر قول اردو تر چتر لاندې اووه ولايتونو کې يې وسله وال طالبان تر ډېره ځپلي او که د دولت او ولس د سولې خبرو ته مثبت ځواب ونه وايي، نو لا به وځپل شي.

دی زياتوي: ((موږ چې کوم راپورونه لرو، دښمن وېرېدلی او پټ شوی دی، موږ په دې لټه کې يو چې د دوی پتڼخايونه او موقعيتونه پيدا کړو، هغو ځالګيو ته پسې ورشو او تهديدونه رفع کړو.))

د ملي اردو او سرحدي پوليسو فارغ شوي سرتېري وايي چې د ولس کلک ملاتړ يې روحيه خورا لوړه کړې او په پوره مېړانه به د خلکو او هېواد ساتنه وکړي.

د دوی له ډلې صابر هاشمي وايي، ښې پوځي زده کړې ورکړل شوې او کولی شي په هره سيمه کې په سم ډول خپله دنده تر سره کړي.

ده پژواک ته وويل: ((افغانستان ته په مېړانه او غيرت خدمت کوم، د افغانستان دښمن به سرکوب کوو، دښمن ته مو شکست ورکړی او ان شاءالله چې موږ پيروز يو او بيرغ مو همېشه جګ دی. موږ الحمدالله د جګړې په ميدان کې هم پيشرفت کړی دی.))

فارغ شوی افسر بريدمن عطاءالله توحيديار وايي چې وسله وال مخالفين له افغان پوځ سره د مخامخ جګړې توان نه لري او له دې امله ځانمرګي بريدونه او بمي چاودنې کوي، چې ډېر وخت په کې ملکي خلکو ته هم زيانونه اوړي.

دى زياتوي، که وسله وال طالبان نور جګړې ته دوام ورکړي، نو د خلکو له لا زياتې کرکې او مخالفتونو سره به مخ شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.