کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٧): د څه باندې ۹۹۱ میلیونه افغانیو په لګښت د خوست هوایي ډګر ترمینل جوړولو او د څه باندې ٧٠ ميليونه يورو په لګښت په درېیو نورو برخو کې توافقنامې لاسلیک شوې دي.
له ارګه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې يادې توافقنامې د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې نن غرمه د اقتصاد عالي شورا په غونډه کې په چهارچنار ماڼۍ کې لاسلیک شوې.
سرچينه زياتوي، په یادو توافقنامو کې د خوست ولایت د هوایي ډګر د ترمینل د جوړولو قرارداد، د هرات د وسپنې پټلۍ د څلورمې برخې- دویم پړاو جوړولو لپاره د پور توافقنامه، په افغانستان کې د احصایوي سیستم د پیاوړتیا لپاره د ملي احصایې او معلوماتو له ادارې سره د ایټالیا مالي توافقنامه او په هرات، فراه، غور او بامیان ولایتونو کې د نفوسو د جامع او دوامدارې پراختیا لپاره مالي توافقنامې شاملې دي.
سرچينه کاږي، د خوست ولایت د هوایي ډګر ترمینل، د اې ټي اېم ودانۍ او د وسایطو پارکېنګ جوړولو توافقنامې تړون چې د ملکي هوایي چلند ادارې او د هریرود ودانیز شرکت ترمنځ لاسیک شو، چې له ۹۹۱ میلیونه افغانیو څخه ډېر لګښت پرې راځي او د افغانستان حکومت له پراختیایي بودجې ورکول کېږي، په ۲۴ میاشتو کې به بشپړ شي.
دغه راز د هېواد د مالیې وزارت سرپرست او د ایټالیا سفیر د ۶۵ میلیونه یورو په ارزښت د هرات د وسپنې پټلۍ د څلورمې برخې- دویم پړاو د جوړولو لپاره د پور د ورکړې موافقنامه، د یو میلیون او ۲۹۸ زره یورو په ارزښت په افغانستان کې د احصائیوي سیستم د پیاوړتیا لپاره د ملي احصایې او معلوماتو ادارې سره د ایټالیا د مالي مرستې موافقتنامه او په هرات، فراه، غور او بامیان ولایتونو کې د نفوسو د جامع او دوامداره پراختیا لپاره د مالي مرستې موافقتنامه د څلور میلیونه یورو په ارزښت لاسلیک کړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن