ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د “زرغون خوست” په نوم د نيالګيو ايښودلو کمپاين پيل شو

27 Feb 2019 - 18:21
27 Feb 2019 - 18:21

خوست ښار (پژواک، ۸ کب ۹۷): په خوست کې د “زرغون خوست” په نوم د نيالګيو ايښودلو درې ورځنى کمپاين پيل شو.

دغه کمپاين نن (د کب ۸مه) د خوست ښاروالۍ له خوا پيل شو او په دې اړه مراسم د ښار لوېديځ لور ته د تفريحي غونډۍ پر سر جوړ شوي وو.

په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې د دغه ولايت پر ملکي او پوځي چارواکو سربېره ځوانانو، مدني فعالانو او سندرغاړي جاويد اميرخېل هم ګډون کړی و.

د خوست ښاروال انجنير عبدالبصير محمدزي وويل چې سږ کال به د ښاروالۍ له لوري د دغه ولايت په مرکز او څو نورو سيمو کې شاوخوا ۳۰زره نوي نيالګي کېښودل شي.

دی وايي: ((د زرغون خوست مېله چې هر کال د ښاروالۍ له خوا نمانځل کېږي، په ترڅ کې يې هر کال د تفريح ترڅنګ زرګونه نوي نيالګي په بېلابېلو سيمو کې ايښودل کيږي.))

خو د دغه ولايت يو شمېر دولتي چارواکي او عام خلک د نيالګيو ايښودلو دغه کمپاين ته په نمايشي سترګه ګوري او وايي چې د نيالګيو ساتنې او پالنې ته هيڅ پاملرنه نه کېږي.

د خوست د چاپېريال ساتنې ادارې رييس حکمت الله دليل پژواک خبري اژانس ته وويل، لکه څه ډول چې د نيالګيو ايښودلو دوديزه مېله په ښه خوند ترسره کوي، په هماغه ډول د نيالګيو ساتنې او پالنې برخې ته هم بايد ښاروالي سمه پاملرنه وکړي.

هغه زياتوي: ((هر کال د خوست ښاروالۍ له خوا په دې تفريحي غونډۍ کې زرګونه نيالګي ايښودل کېږي، خو د نه پاملرنې په صورت کې له نيمايي زيات يې له منځه ځي، که څه هم ښاروالي په دې برخه کې پوره امکانات هم لري.))

د خوست والي محمد حليم فدايي هم له اړوندو مسوولينو په ټينګار سره وغوښتل، ټول هغه نيالګي چې سږ کال د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې ايښودل کېږي، ساتنې او پالنې ته دې يې ځانګړې پاملرنه وکړي.

دى وايي: ((له ايښودلو نه مهم د دې ساتل او پالل دي، کم بوټي دې وکرو، خو سم دې وساتو. زه د کليو د پراختيا له وزير نه مننه کوم چې دې ځای کې يې د اوبو اسانتيا برابره کړه، ترڅو دغه بوټي چې کرل کېږي، هغه په دوامداره توګه اوبه شي.))

خو ښاروال عبدالبصير محمدزی بيا وايي چې دوی د نيالګيو ساتنې او پالنې ته ځانګړې پاملرنه کوي، چې په ترڅ کې يې هر کال ۷۰ سلنه نوي ايښودل شوي نيالګي شنه کېږي.

په خوست کې له تېرو څو کلونو راهیسې د “زرغون خوست” په نامه د نیالګیو د ايښودلو مېله هر کال د پسرلي له راتلو سره سم ترسره کېږي، چې په ترڅ کې يې د خوست پر تفريحي غونډۍ سربېره په څو نورو عامه ځایونو کې زرګونه نوي نیالګي ايښودل کېږي.

Hits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.