ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محب: طالبان د سولې له فرصتونو په ګټې اخیستو کې پاتې راغلي

محب: طالبان د سولې له فرصتونو په ګټې اخیستو کې پاتې راغلي

author avatar
12 Mar 2019 - 14:14
محب: طالبان د سولې له فرصتونو په ګټې اخیستو کې پاتې راغلي
author avatar
12 Mar 2019 - 14:14

کابل (پژواک، ٢١ کب ٩٧): د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار وايي چې د افغانستان خلکو او حکومت د سولې لپاره خپله ژمنتیا ښکاره کړه، خو طالبان د سولې له فرصتونو په استفاده کې پاتې راغلي.

حمدالله محب تېر ماښام په نیویارک کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د خبرو پر مهال په افغانستان کې له ډيموکراتیک بهیره د قوي ملاتړ لپاره مننه وکړه او ویې ویل، افغان حکومت په راتلونکو ټاکنو کې د دغه سازمان پر دومدار تخنیکي ملاتړ حساب کوي.

د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا دغه ناسته د افغانستان په اړه جوړه شوې وه چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي هم په کې د افغانستان په اړه خپل راپور وړاندې کړ.

که څه هم د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وویل چې افغانستان له تروريزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لري چې د تروريستي ډلو په مقابل کې جګړه یوازې د افغانستان مسوولیت نه دی.

هغه د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې له تروريزم سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

د افغانستان دغه لوړ پوړي چارواکي وویل، سولې ته بېړنۍ اړتیا موجوده ده خو نه په هره بیه.

سوله باید د ځانګړو کسانو ترمنځ معامله نه، بلکې ټول شموله او د یوه نوي افغانستان استازې وي، که سوله په افغانانو پورې اړه لري او د افغانانو په واسطه تامینېږي نو د دې سولې په اړه باید خپله افغانان معامله وکړي.

نوموړي دې ته په اشاره چې افغان حکومت او خلکو د سولې لپاره خپله ژمنتیا ښودلې زیاته کړه، اوس د دې وخت را رسېدلی چې طالبان خپله ژمنه ثابته کړي خو طالبان د سولې له فرصتونو په استفاده کې پاتې راغلي.

نوموړي له طالبانو وغوښتل چې بین الافغاني خبرې پیل کړي او په هېواد کې جګړه او تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

محب زیاته کړه: ((سره له دې هم موږ له طالبانو سره مستقیمو خبرو ته تیار یو، که دوی په رښتیا هم سوله غواړي باید په عمل کې ثابته کړي، نه دا چې زموږ د امنیتي سرتېرو او بېګناه خلکو پر وړاندې خپلو حملو ته دوام ورکړي.))

نوموړي په خپلو خبرو کې د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کېدو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: ((سوله له ټاکنو سره یو ځای پر مخ ځي، موږ په افغانستان کې له ډيموکراتیک بهیره د ملګرو ملتونو له قوي ملاتړه مننه وکړه او په راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې د دوی پر دوامداره تخنیکي ملاتړ حساب کوو.))

هغه په افغانستان کې د ډيموکراسۍ د ژوندي کولو لپاره د افغانستان د خلکو او بین المللي شریکانو له بې شمېره قربانیو یادونه وکړه او ویې ویل: ((افغانان په ټاکنو حساب کوي او موږ د راتلونکو ټاکنو په هره مرحله کې د نړیوالو څارونکو هرکلی کوو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.