Pajhwok Afghan News

امریکا: په افغانستان کې د جنګي جرمونو څېړونکو ته وېزې نه ورکوو

کابل (پژواک، ٢٥ کب ٩٧): د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو وايي چې د نړيوالې محکمې اړوند هغو کسانو ته ويزې نه ورکوي چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو په اړه څېړنې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې وړم کال د جرمونو نړيوالې محکمې اعلان کړى و چې غواړي په افغانستان د ځينو جنګي جرمونو په اړه څېړنه وکړي.

له دغه اعلان وروسته د امريکا د ولسمشر ډونالډ‌ ټرمپ حکومت ويلي وو، که د جرمونو نړيواله محکمه وغواړي په افغانستان کې د جنګي جرمونو تورونه وڅېړي، د دې محکمې ارزوونکو ته به امريکا ته د ننوتو اجازه ورنه کړي.

د امريکا د بهرينو چارو وزير مايک پومپيو پرون په واشنګټن کې خبريالانو ته ويلي چې  د هغو کسانو پر وړاندې د وېزو د محدوديت سياست اعلانوي چې د جرمونو نړیواله محکمه کې د امریکايي پوځيانو په تړاو د څېړنې مسووليت لري.

نوموړی زياته کړې: “دغه محدوديتونه همدارنګه ښايي د اسرايلو په څېر زموږ د ملګرو هېوادونو د وګړو د تعقيب لپاره د يادې محکمې هڅې تر سيوري لاندې راوستلى شي. “

د امریکا د بهرنیو چارو وزير دا هم ويلي چې د جرمونو نړیوالې محکمې د ارزوونکو د وېزې د محدودولو سياست عملاً تطبیقېدونکی دی.

پومپيو ګواښنه کړې، د يادې محکمې پر وړاندې د وېزې محدوديت لګول د امريکا د هڅو پايله نه ده او که دغه محکمه خپل چلند بدل نه کړي، امريکا به يې پر وړاندې اقتصادي بنديزونه ولګوي.

د يادونې ده، د نړیوالو جرمونو ارزوونکې محکمې د ۲۰۱۷ کال په نومبر میاشت کې له خپلو قاضیانو وغوښتل چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو اړوند ادعاوو د ارزونې رسماً پيلولو لپاره لازم مجوز صادر کړي.

Views: 1

Exit mobile version