Pajhwok Afghan News

په کاپيسا کې دوه ښځې وژل شوې دي

محمود راقي (پژواک، ١٠ ورى ٩٨) : چارواکي وايي چې په کاپيسا ولايت کې دوه ښځې په مرموز ډول وژل شوې دي.

د کاپیسا د امنيه قوماندانۍ ویاند سروش کوهستاني د وري په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې تېره شپه د کوهبند ولسوالۍ په درنامه سيمه کې يوه مېرمن له کوره وتلې چې وروسته پر ډزو سره وژل شوې ده.

هغه زياته کړه، دغه راز د کورني تاوتریخوالي له امله ددې ولايت په اول کوهستان ولسوالۍ کې يوې ځوانۍ نجلۍهم  ځان پر چرييز ټوپک وېشتلى او وژل شوې ده.

کوهستاني وويل،  چې پوليسو ددواړو پېښو په اړه پلټنې پيل کړې دي، خو تر اوسه په دې تړاو څوک نه دى نيول شوى.

بل خوا د کاپیسا مدني فعاله سارا سيرت وايي چې د روان کال په لومړۍ میاشت کې د مېرمنو پر وړاندې ډېرې پېښې رامنځته شوې دي .

د هغې په وينا، په نجراب، تګاب او اله سای کې هم يو شمېر مېرمنې وژل شوې دي او امنیتي مسولین باید د مېرمنو د داسې وژنو په اړه دقيقې څېړنې وکړي.

Views: 0

Exit mobile version