ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دایکنډي خلک: سیاسي ګوندونو بې باوري او نا ارامي رامنځته کړې

د دایکنډي خلک: سیاسي ګوندونو بې باوري او نا ارامي رامنځته کړې

author avatar
14 Apr 2019 - 15:32
د دایکنډي خلک: سیاسي ګوندونو بې باوري او نا ارامي رامنځته کړې
author avatar
14 Apr 2019 - 15:32

 

کابل (پژواک، ۲۵وری ۹۸): د دایکنډي یو شمېر اوسېدونکو د سیاسي ګوندونو کړنې د پوښتنې وړ بللې او وایي چې د دغو جریانونو بېځایه لاسوهنې په دغه ولایت کې د نا امنۍ، بې باورۍ، ګډوډۍ او ناسمو سیالیو زیاتېدو لامل شوې دي.

هغوی دغه راز وايي چې سیاسي ګوندونو په دولتي او نادولتي ادارو کې د وړتیا د اصل مخه ډپ کړې او خلک یې پر حکومت بې باوره کړي دي.

د دایکنډي د اوسېدونکو پر باور، څو چې د سیاسي ګوندونو فعالیت له اساسي قانون، د سیاسي جریانونو او اساسنامو له کړنلارو سره سمون ونه لري، هېڅکله د خلکو باور ترلاسه کولی نه شي.

یادو منتقدانو په ډاګه کړه چې په دایکنډي کې ډېری ګوندونه په ولسواک نظام کې د سیاسي ګوندونو د فعالیت څرنګوالي په اړه پوهاوی نه لري او له مدني کارونو سره نابلده دي.

((په ټاکنیزو سیالیو کې کمزوري، د سیاسي فعالیتونو په برخه کې د طرحې نه شتون، د ټولنې ټولو وګړو لپاره د عمومي سیاست د تدوین نه شتون، ناقانونه سیالۍ او مبارزې چې ځیني وخت په ټولنه کې د نا امنۍ او ګډوډۍ لامل کېږي)) د دغه ولایت د سیاسي ګوندونو نیمګړتیاوې دي.

د نیلي ښار اوسېدونکي رضا تنها وویل چې سیاسي ګوندونه د اساسنامو او په هېواد کې د نافذه قوانینو له مخې فعالیت نه کوي، بلکې په ټولنه کې یې ناسمو سیالیو ته لار هواره کړې ده.

ناصر حقبین چې د اشترلي ولسوالۍ اوسېدونکی دی، وايي چې د دې ولسوالۍ په ناسم امنیتي وضعیت کې سیاسي ګوندونه ښکېل دي.

د دایکنډي بل اوسېدونکي نصیر تمزاني وویل: ((موږ ټول له یو باغ او بڼ څخه یو، خو سیاسي ګوندونو موږ په بېلابېلو او مخالفو ډلو وېشلي یو.))

د یو سیاسي ګوند د ولایتي دفتر مسوول حاجي علي یاور محبي د خلکو نیوکې مني او ويې ویل چې په دایکنډ‌ي کې ټولې روانې ګډوډۍ د ګوندونو، په ځانګړې توګه د هغو ځواکمنو ګوندونو د ناسمو سیالیو په پایله کې چې په حکومت کې شریک دي، رامنځته شوې دي.

د سیاسي چارو شنونکو په باور، سیاسي ګوندونه د ولسواکو حکومتونو بنسټ جوړوي او د سیاسي ګوندونو له شتون پرته، ولسواکي معنا نه لري.

د چارو یاد شنونکي وايي چې سیاسي ګوندونه دې د ولسواکو ارزښتونو ساتنې او دفاع په پار د ټاکنو او واک لېږد په بهیرونو کې اغېزناک او مسوولانه حضور ولري، سیاسي، فرهنګي، ټولنیز او اقتصادي برخو کې دې خلک ګډون ته وهڅوي او د ملت  او دولت جوړونې لپاره دې مرسته وکړي؛ خو په دایکنډي کې سیاسي جریانونه دا ډول فعالیت نه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.