ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په لګښت د اوبو رسولو شبکه جوړېږي

کندهار کې د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په لګښت د اوبو رسولو شبکه جوړېږي

author avatar
14 Apr 2019 - 09:50
کندهار کې د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په لګښت د اوبو رسولو شبکه جوړېږي
author avatar
14 Apr 2019 - 09:50

کندهار (پژواک، ٢٥ وری ۹۸): چارواکي وايي، د دهلې پر بند د اوبو د یوې لویې شبکې جوړولو چارې پیلېږي چې په وسیله به یې د کندهار ښار ټولو اوسېدونکو ته د څښاک پاکې اوبه ورکړل شي.

اوسمهال د کندهار ښار اوسېدونکي د څښاک اوبو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي او یوازې اووه زره کورونو ته د څښاک اوبو نلونه غځول شوي دي.

د افغانستان د ښاري اوبو رسولو او کاناليزاسيون لوی رییس انجنير حميدالله يلاني پژواک خبري اژانس ته وویل، د کندهار د دهلې بند جوړولو په پروژه کې د څښاک د پاکو اوبو د یوې لویې شبکې جوړول په پلان کې دي چې د کندهار ښار د ټولو اوسېدونکو د اوبو ستونزه به حل کړي.

هغه زیاته کړه، د اوبو د دې شبکې پر جوړولو ۲۰۰ میلیونه ډالر لګښت راځي چې د نړیوال بانک له خوا ورکول کېږي.

د ده په خبره، د دې شبکې په جوړېدو سره به دوی وتوانېږي د کندهار ښار ټولو اوسېدونکو ته د نلونو له لارې ۲۴ ساعته پاکې اوبه ورسوي.

نوموړي په کندهار ښار کې د څښاک د اوبو په برخه کې شته ستونزې جدي وګڼلې او ویې ویل، دغه اداره توانېدلې په کندهار ښار کې په ۳۰۰ کیلومتره ساحه کې د یاد ښار یوازې اووه زره کورونو ته د څښاک اوبو نلونه وغځوي.

دغه شمېره د کندهار ښار د ټولو اوسېدونکو ۱۵ سلنه جوړوي، په داسې حال کې چې د اوبو رسولو اداره په کابل کې ۶۰زره، په هرات کې ۷۰زره او په نیمروز کې ۱۵زره مشترکین لري.

خو ده یادونه وکړه چې دغه اداره په خپلو عوایدو ولاړه ده، که خلک د اوبو د لګښت بېلونه نه تحویلوي نو دوی هم خدمات نه شي پراخولای.

دی وايي، په کندهار ښار کې د ۷زره مشترکینو له ډلې ۲۵۰۰ یې مېټرونه نه دي نصب کړي، په داسې حال کې چې دوی په وار وار له خلکو غوښتي چې د اوبو د لګښت معلومولو لپاره مېټرونه نصب کړي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې ګڼ شمېر کورونه او دولتي ادارې له کلونو راهیسې د اوبو رسولو د ادارې قرضدار دي او خپل لګښت یې نه دی تحویل کړی.

د کندهار د اوبو رسولو ریاست د معلوماتو له مخې، د یاد ښار اوسېدونکي او یو شمېر دولتي ادارې د څښاک اوبو د مصرف له امله ۱۹۱ میلیونه افغانۍ پوروړي دي.

خو ده خبر ورکړ چې د دولتي ادارو په برخه کې د دې ستونزې د حل په موخه ولسمشر د مالیې وزارت ته امر کړی چې د اړوندو ادارو له بودجې یې وضع کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.