ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: په کندهار کې لسګونو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې

چارواکي: په کندهار کې لسګونو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
15 Apr 2019 - 16:00
چارواکي: په کندهار کې لسګونو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
15 Apr 2019 - 16:00

کندهار (پژواک، ۲۶ وری ۹۸): د کندهار امنیه قوماندان وايي، په معروف ولسوالۍ کې په مخامخ نښتو او هوايي بریدونو کې ۳۷ وسله وال وژل شوي او ۲۸ نور ټپيان شوي دي.

د کندهار امنیه قوماندان تورن جنرال تادین خان د وري په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو د معروف ولسوالۍ د سقوط پلان درلود او د دې ولسوالۍ په یوسف نیکه سیمه کې یې پر امنیتي پوستو پراخ بریدونه وکړل.

خو دی وايي، امنیتي ځواکونو د دې ولسوالۍ د سقوط مخنیوی کړی او لسګونو وسله والو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

دی زیاتوي، امنیتي ځواکونو په مخامخ نښتو او هوايي بریدونو کې ۳۷ وسله وال وژلي او ۲۸ یې ټپیان کړي دي.

د تادین خان په خبره چې وسله والو خپل مړي او ټپیان د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته لېږدولي دي.

هغه وايي، سمدستي دغه ولسوالۍ د وسله والو له ګواښونو بهر ده، خو نوموړي امنیتي ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات ور نه کړل.

د دې ولسوالۍ یوه امنیتي سرچینه وايي چې د وسله والو په نښتو او بریدونو کې پولیسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده خو کره شمېره یې معلومه نه ده.

بلخوا وسله وال طالبان ادعا کوي چې د معروف ولسوالۍ د یوسف نیکه امنیتي پوسته له څو ورځو راهیسې د دوی تر سختو بریدونو لاندې وه چې د اوږدې جګړې په پایله کې یې نیولې ده.

د دې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د دې پوستې څلور سرتېري یې نیولي او نور تښتېدلي دي خو له هغوی ورته ۲ ټانکونه، یو رينجر، یو موټر سایکل او نهه میله وسلې پاتې شوي دي.

خو امنیتي چارواکي دا ادعا ردوي.

معروف ولسوالي له کندهار ښاره ١٩٠ کيلومتره لرې ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته ده چې له بلوچستان او کویټې سره ١٥٥ کيلومتره شریکه پوله لري او دغه راز د زابل ولايت له اټغر، شملزو، شينکۍ او سيوري ولسواليو سره هم نښتې ده.

توبه اڅکزۍ، توبه کاکړۍ او باديني هغه درې لارې دې چې له يادې ولسوالۍ د کرښې هغې غاړې (پښين او کويټې) ښارونو ته غځېدلې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.