ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان ولایتي شورا یو وکیل د امنیه قوماندان شخصي زندان ته اچول شوی

د اروزګان ولایتي شورا یو وکیل د امنیه قوماندان شخصي زندان ته اچول شوی

author avatar
24 Apr 2019 - 15:44
د اروزګان ولایتي شورا یو وکیل د امنیه قوماندان شخصي زندان ته اچول شوی
author avatar
24 Apr 2019 - 15:44

ترينکوټ (پژواک، ٤ غويی ٩٨): د اروزګان ولایتي شورا غړي ادعا کوي چې د دې شورا یو غړی د امنیه قوماندان له لوري نيول شوى او بيا ۱۲ ساعته په شخصي زندان کې ساتل شوى دى.

د اروزګان د ولايتي شورا غړو د سې شنبې په ورځ ناوخته د یادې پیښې په غبرګون کې له مطبوعاتي کنفرانس وروسته د دې شورا دروازه هم وتړله.

د اروزګان ولایتي شورا منشي عبدالکریم خادمزی وویل چې امنیه قوماندان سمونوال خطاب خنجري تېره شپه د شورا یو غړی محمد ظاهر نادري د شپي دوولس بجې نيولى او بيا يې شخصي زندان کې اچولى دى.

هغه وایې: ((نادري د امنیه قوماندان په شخصي اتاق کې ۱۲ ساعته زنداني وو چې بيا د شورا غړو را خوشی کړ.))

دغه راز د اروزګان ولايتي شورا رييس امير خان بارکزي هم وویل چې د نادري د نيول کېدو په اړه بايد امنيه قوماندان سپيناوى وکړي.

هغه وايي: ((که نادري کومه دوسيه درلودلاى نو مخکې له مخکې بايد موږ سره شريکه شوې واى.))

همدارنګه خپل محمد ظاهر نادرې پژواک ته وويل چې د نا معلوم دلیل له مخې د امنيه قوماندان په امر نيول شوى دى.

ده وويل: ((١٢ ساعته يې په شخصي اتاق کې وساتلم.))

نوموړي تور پورې کړ چې امنيې قوماندانۍ د ده د اختطاف پلان درلود خو د شورا غړي پرې خبر شول او دى يې را خوشی کړ.

خو د اروزګان امنيه قوماندان سمونوال خطاب خنجري بيا د شورا د غړي د نيول کېدو په اړه څه خاص نه وايي خو زياتوي: ((څه موده وړاندې مې اعلان کړى و چې له ټولو هغو کسانو سره چې دولتي وسايط او وسلې دي بايد موږ ته يې تسليم کړي، کنه قانوني چلند ورسره کېږي.))

نوموړي وويل چې قانون پر ټولو يو شان پلى کېږي که هغه د ولايتي شورا غړى او که کوم بل کس وي.

قوماندان يو ځل بيا پر خلکو غږ وکړ چې دولتي وسايط او وسلې دوى ته تسليم کړي کنه قانوني چلند به ورسره وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.