کابل- هرات (پژواک، ۱۸ غویی ۹۸): د افغان سرې میاشتې ټولنه وايي، تېر کال یې له ۱۷۰۰ څخه د ډېرو هغو ماشومانو درملنه کړې چې د زړه سوري په ناروغۍ اخته وو او اوس هم ۶۰۰۰ ماشومان درملنې ته په تمه دي.
د افغان سرې میاشتې د ټولنې سرپرسته حسن بانو غضنفر نن د سرې میاشتې او سره صلیب د نړیوال نهضت د نړیوالې ورځې (د مې اتمه) په مناسبت په کابل کې جوړو شوو مراسمو ته وویل، په تېرو لسو کلونو کې له ۱۶زرو ډېر ماشومان د دې ټولنې له لارې په بهر ملکونو کې تداوي شوي دي، خو ۶۰۰۰ نور ماشومان لا هم د درملنې په تمه دي.
نوموړې زیاته کړه، تېر کال د ۱۷۴۲ هغو ماشومانو درملنه شوې چې د زړه د سوري ناروغي یې درلوده او د لومړي ځل لپاره تېر کال ۱۰۰ ماشومان چین ته د درملنې لپاره ولېږل شول.
هغه روښانه کړه، د چین هېواد ژمنه کړې چې د زړه د سوري په ناروغۍ د اخته ۴۰۰ ماشومانو درملنه به کوي او ټاکل شوې چې په روان کال کې دغه هېواد ته ۱۵۰ ماشومانو د درملنې لپاره واستول شي.
د سرې میاشت د ټولنې سکرترجنرال نیلاب مبارز وویل، دغه اداره په یواځې توګه د زړه د سوري د ناروغانو د درملنې او لېږلو توان نه لري، خو د خلکو په مرسته تېر کال سره میاشت وتوانېدله چې له ۱۷۰۰ څخه ډېر د زړه د سوري په ناروغۍ اخته ماشومان بهرنیو هېوادونو ته واستوي.
حاجي عبدالغفور چې د درې کلن احمد غني پلار دی او زوی یې د زړه د سوري ناروغي لري، وویل: ((له تېرو دوو کلونو راهیسې ځم او راځم، څو زوی ته مې نوم لیکنه وکړم او د درملنې لپاره یې له هېواده بهر ته ولېږم.))
هغه زیاته کړه، کورنۍ د خپلو ماشومانو د درملنې توان نه لري، دا یو ستر کمک دی چې سره میاشت یې له افغانانو سره کوي.
نوموړي زیاته کړه: ((په داسې حال کې چې زوی مې تر راتلونکو ۲۰ ورځو بهر ته لېږل کېږي، ۸۰ زره افغانۍ له ما څخه د الوتکې د ټکټ لپاره غوښتل شوې، که پیسې مې درلودلای سرې میاشتې ته نه راتللم.))
خو د سرې میاشتې د ټولنې ویاند میرام صداقت وویل، په هغو هېوادونو کې چې د زړه د سوري ناروغ ماشوم په کې تداوي کېږي، یواځې د ناروغ لګښت پر غاړه لري، د الوتکې ټکټ او د پایواز لګښت د کورنۍ پر غاړه دى.
هغه روښانه کړه چې همدا اوس په کابل کې د فرانسویانو له روغتون، د امیري طبي ټولنه، ګلوبل او رویال روغتونونو سره هوکړه لیکونه شوي او تر راتلونکو درېیو کلونو پورې به د زړه د سوري په ناروغۍ اخته شپږ زرو ماشومانو درملنه وشي.
په ورته وخت کې په هرات کې د افغان سرې میاشتې د ټولنې د سیمه ییز دفتر مسوولان په دغه ولایت کې د زړه د سوري په ناروغۍ د اخته ماشومانو د شمېر د زیاتېدو خبر ورکوي او وايي، له کابل وروسته په هرات کې په یاده ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات دی.
د هرات سیمه د ییزو مسوولانو په خبره، تېر کال ۱۱۲ هراتي ماشومان چې د زړه د سوري په ناروغۍ اخته وو، درملنه يې وشوه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن