ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په دایکنډي کې اړمنو کسانو ته د مرستې ټولولو کمپاین پیل شو

په دایکنډي کې اړمنو کسانو ته د مرستې ټولولو کمپاین پیل شو

author avatar
23 May 2019 - 12:50
په دایکنډي کې اړمنو کسانو ته د مرستې ټولولو کمپاین پیل شو
author avatar
23 May 2019 - 12:50

 

نیلی (پژواک، ۲ غبرګولی ۹۸): د معلولینو د پرمختګ ټولنې د دایکنډي ولایت په مرکز نیلي کې اړمنو کسانو ته د مرستو ټولولو کمپاین پیل کړی دی.

د معلولینو د پرمختګ ټولنې یوه مسوول غیرت علي جواهري نن د دغه کمپاین د پیل پر مهال پژواک ته وویل، دغه پروګرام له اړمنو کسانو سره د مرستې او د دوی د ژوند د تغییر په موخه پیل شوی دی.

د هغه په خبره، هغه کورنۍ چې اقتصادي وضعیت یې ښه دی باید له دغه کمپاین سره یو ځای شي څو له مرستو یې زړونه خوښ شي.

نوموړي زیاته کړه: ((موږ د نیلي ښار په بېلابېلو سیمو کې درېیو ټېمونو ته دنده ورکړې چې د خلکو مرستې راټولې او اړمنو کسانو ته یې ورسوو.))

هغه روښانه کړه چې ټولنه په پام کې لري چې د نغدي او غیر نغدي مرستو د ټولولو پر کمپاین سربېره د بېوزله کورنیو او معلولو کسانو د وضعیت د ښه کېدو لپاره د قرض الحسنې صندوقونه جوړ کړي.

د یادونې ده، دغه کمپاین به د روژې مبارکې میاشتې تر پایه دوام ولري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.