لښکرګاه (پژواک، ۲ غبرګولی ۹۸): د هلمند يو شمېر مدني فعالان او قومي مشران د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې د ملکي وګړو او امنيتي سرتېرو د مرګ ژوبلې په اړه اندېښمن دي او پر مخنيوي يې ټينګار کوي.
دوى د غبرګولي په دويمه د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې په تېرو دوو اونيو کې د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريدونو پر مهال ٣٥ امنيتي سرتېري او ١٨ ملکي وګړي وژل شوي دي.
په دې غونډه کې د هلمند مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مشر نظرمحمد رودي وويل چې په دې وروستيو کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې د ملکي وګړو او امنيتي سرتېرو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.
دى وايي: ((د ناسمې رهبرۍ او مديريت له امله پوليس او ملکي خلک په هوايي بريدونو کې وژل کېږي.))
دغه راز بل مدني فعال عبدالولي پتيال بيا وايي چې په دغه ولايت کې د امنيتي چارواکو ترمنځ د نه همغږۍ له امله د سرتېرو او ملکي خلکو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.
پتيال زياته کړه: ((که وضعيت همداسې دوام وکړي، نو يو ځل بيا به ډېر ژر طالبان د لښکرګاه ښار تر دروازو را ورسېږي))
همدارنګه قومي مشر او د ناوې ولسوالۍ د ټولنيزې شورا مشر عتيق الله وويل چې د پوليسو لپاره تېره اوونۍ ډېره خونړۍ وه.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، تېره اوونۍ په دغه ولايت کې ١٨ پوليس د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو او ٣٠ له طالبانو سره په مخامخ نښتو کې وژل شوي او ٢٠ نور ټپيان شوي دي.
دى وايي چې د چارواکو د بې غورۍ له امله هره ورځ امنيتي سرتېري وژل کېږي چې بايد مخنيوي يې وشي.
په ورته وخت کې د ګرمسېر ولسوالۍ د تولنيزي شورا مشر شاه خان اکا وويل پوليس د دې لپاره نه دي چې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو او يا هم د نورو د ګټو لپاره ووژل شي.
ده زياته کړه: ((که د دې ډول پېښو مخه ونه نيول شي، د امنيتي ځواکونو مورال به ډېر خراب شي.))
يو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او د جګړو پر مهال يې د ملکي وګړو او امنيتي سرتېرو د مرګ ژوبلې پر مخنيوي ټينګار وکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن