Pajhwok Afghan News

د پکتيا په حوزوي روغتون کې د پښتورګو د درملنې څانګه پرانيستل شوه

ګردېز (پژواک ٧ غبرګولى ٩٨): د پکتيا په حوزوي روغتون کې د هيمو دياليز يا د هغو ناروغانو د تداوي څانګه پرانيستل شوه، چې پښتورګي يې د وينې تصفيه کولو توان نه لري.

د عامې روغتيا وزارت د معالجوي طب عمومي رييس ډاکټر محب الله ځير، چې د دې څانګې پرانيسته يې وکړه، وويل چې د انسان د پښتورګو يا ګردو غير فعال کېدل يوه جدي ناروغي ده او ناروغ بايد هره اونۍ خپل پښتورګي د دې عمليې له لارې تصفيه کړي.

ده پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يادې څانګې لپاره خپل طبي پرسونل تر روزنې لاندې دی، خو په خبره يې تر هغه وخته به ياده چاره يو موقت مرستندوی طبي ټيم مخته وړي.

د ده په وينا، په دې څانګه ۹ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د دولت له پراختيايي بوديجې ورکړل شوى دى.

نوموړی وايي: ((موږ يو تعداد ډاکټران او نرسان تر تربيې لاندې نيولي دي، دا تشه ډېره لويه نه ده، دلته د صحت عامې رييس شته، هغه سټاف ورته پيدا کړی او له اوله په دې ژمن و چې سټاپ لرو.))

د پکتيا والي شميم خان کټوازی وايي چې د حوزوي روغتون له اته مهمو څانګو څخه يوه هيمو دياليز ده چې پرانيستل شوه او هڅه کيږي چې په دې روغتون کې د تخصص پروګرام هم پيل شي.

ده وويل: ((تېر يو، يو نيم کال د روغتيا په برخه کې د پکتيا لپاره تر ټولو کلونو ښه و، يا ويلی شو چې له تېرو څو کلونو سره يې پرتله کولی شو. دا اتمه څانګه ده چې فعاله شوه يعنې خدمات په مختلفو بخشونو کې زياتيږي. تشکيل او بسترونه اضافه شوي او هر کله چې دا بسترونه ډکيږي، وزارت او رياست جمهوري وعده کړې چې بسترونه به راته زياتوي.))

د ولايتي شورا رييس عبدالمالک ځاځي په حوزوي روغتون کې د لازمو خدمتونو پر نه وړاندې کېدو نيوکه وکړه او د هغو اوازو په اړه يې اندېښنه وښوده چې په خبره يې په روغتون کې د ټاکلې اندازې پوره کېدو لپاره د ناروغانو بې ځايه عملياتونه کيږي.

ځاځي وويل: ((دلته د بې ځايه او زیاتو اپرېشنونو خبره ده، دا مسئله بايد جدي ونيول شي او وپلټل شي. که په هر ډاکټر کې موږ دا مشکل د اسنادو په بنياد وليد، چې څارنوالي ته پرې معرفي کېږم هم، ګرېوان ته يې لاس وراچوم.))

مدني فعال ښايسته جان احدي د هيمو دياليز څانګې فعاليت خورا مهم بولي، خو د دې څانګې لپاره د تشکيل په نه شتون د خواشيني په څرګندولو سره وايي چې د يوې برخې له پرانيستې سره بايد د هغې اړوند ټولي اړتياوې پوره شوې وي.

احدي وويل: ((د دې لپاره چې د ناروغۍ مخه ونيول شي او د انسانانو ژوند بچ شي، نو دې ته بايد سمدستي تشکيل ورکړل شي، که تشکيل ورنه کړل شي، ماشينونه به پر خپل ځای پاتې وي او هغه مريضان چې د پښتورګو يا د وينې د مکروبي کېدو په ناروغۍ اخته دي، هغه به همداسې له لاسه ورکوو.))

ياده دې وي چې د رسمي تشکيل او ځينو نورو اړتياوو نه پوره کېدو له امله د زون په کچه ريفرنس طبي لابراتوار هم، چې شاوخوا دوه مياشتې وړاندې پرانيستل شوی، لا فعاليت نه دی پيل کړی.

Views: 1

Exit mobile version