ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان او ايران د اټومي همکاريو تړون لاسليک کړ

افغانستان او ايران د اټومي همکاريو تړون لاسليک کړ

author avatar
11 Jun 2019 - 11:52
افغانستان او ايران د اټومي همکاريو تړون لاسليک کړ
author avatar
11 Jun 2019 - 11:52

کابل (پژواک، ٢١ غبرګولى ٩٨): د افغانستان او ايران د اټومي انرژۍ ادارو د سوله ييزو موخو لپاره د اټومي همکاريو تړون لاسليک کړى دى.

ايراني رسنيو د غبرګولي په ٢١مه خبر ورکړى چې دغه تړون د افغانستان د اټومي انرژۍ کمېسيون مشر ډاکټر طاهر شاران او د ايران د اټومي کمېسيون چارواکو لاسليک کړ.

سرچينې زياته کړې چې ډاکتر شاران په يوه رسمي سفر ايران ته تللى او د دغه هېواد له چارواکو سره یې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.

په راپور کې راغلي، افغان پلاوی غواړي د اټومي انرژۍ په برخه کې د ايران له تجربو ګټه پورته کړي.

ايران ويلي چې دغه سفر د نړيوال اټومي اژانس په همکارۍ ترسره شوى دى.

د دغه تړون له مخې به ايران له افغانستان سره د ظرفيت لوړونې، بشري سرچینو، د کرنې او روغتيا په برخو کې له اټومي انرژۍ د ګټې اخيستنې په برخو کې همکاري کوي.

په جرمني کې د پوهنتون استاد ډاکتر محمد تنها د ایران او افغانستان ترمنځ د همکارۍ دغه تړو ګټور نه بولي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، اوسمهال پر اټومي مسئلې د امريکا او غربي نړۍ له ايران سره شخړه روانه ده، دا چې امريکا د افغانستان مهم همکار هېواد دى، نو له ايران سره په اټومي برخه کې تړون کول سم کار نه دى.

ډاکټر تنها وايي، له دغه تړون سره به د امريکا او غربي نړۍ له خوا د افغانستان د اټومي انرژۍ له کمېسيون سره ممکنه مرستو ته هم زيان ورسوي؛ ځکه چې امريکا له ايران سره سخت اختلافات لري او تر بنديزونو لاندې يې راوستى دى.

د هغه په وينا، ايران له پخوا څخه دا ډول وړانديزونه کړي وو او په کابل کې يې سفارت د ډېرو همکاريو ټټر وهلى و، خو هغه مهال د افغانستان د اټومي انرژۍ کمېسيون پاليسي دا وه چې له ګاونډيو هېوادونو سره د اټومي همکاريو په برخه کې راکړه ورکړه نه کوي.

ده زياته کړه: ((دا کار به ډېر ګټور نه وي، بلکې په تاوان به وي، موږ له ايران سره د انرژۍ او اوبو پر سر ډېر جنجالونه لرو، هسې نه دا ټول تر شعاع لاندې راولي او موږ تر خوږ ګوتې ونيسي. ))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.