جلال اباد (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۹۸): ننګرهار کې يو انځورګر د جګړې د زيانونو او سولې د ګټو په اړه د خپلو انځورونو نندارتون جوړ کړی او وايي، موخه يې خلکو ته د سولې پيغام رسول دي.
د انيس بشير په نوم ياد انځورګر (جنګ بس دی، سوله غواړو) تر عنوان لاندې دا يو ورځنی نندارتون د غبرګولي په ۲۱مه د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې جوړ کړی و.
نندارتون ته ورغلي کسان وايي، د انيس بشر په انځورګرۍ کې د لر او بر مظلوم ولس د مظلوميت پيغام وړاندې شوی او حکومت بايد د هنرمندانو د دې ډول هنرونو پالنه وکړي.
د جوړ شوي نندارتون انځورګر انیس بشیر پژواک اژانس ته وویل، له کلونو راهیسې انځورګري کوي او د ننګرهار والي په مالي ملاتړ یې د جنګ بس دی،سوله غواړو تر عنوان لاندې نن خپل جوړ شوي انځورونه نندارې ته کېښودل.
نوموړی وايي، له نندارتون يې موخه د انځور په ژبه په لر او برو پښتنو باندې د روانو ظلمونو په اړه نړۍ ته پيغام رسول دي.
هغه زياته کړه، په دې نندارتون کې يې د ټولنې بېلابېلو ناخوالو، جګړې پر ضد او سولې غوښتنې ترڅنګ د افغان سياسي مشرانو او د کوزې پښتونخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښو فعالانو انځورونه نندارې ته ايښي دي.
نوموړي وويل، لا هم دلته د هنرمند قدر نشته خو نندارتون ته ورتلونکي په کم شمېر کې خلک يې حوصله لوړوي.
بلخوا د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل چې د دغه نندارتون ليدلو ته ورغلی و، رسنيو سره خبرو کې وويل، چې د دغه ولايت د ټولو هنرمندانو چې ورته وړانديز وکړي د هنر د پالنې ترڅنګ به يې ملاتړ هم وکړي.
والي، د انيس بشير د انځورګرۍ په اړه وويل، چې نوموړي د محلي توکو چې په کې د خوړ تیږې، خیاطۍ ټوټې، شګې او نور مواد شامل دي، په لوړ فکر سره یې د هغه کسانو چې د نظام جوړونې او سولې لپاره کار کوي، د جنګ، سولې، فقر، غربت او نورو برخو انځورګري کړې ده .
د یاد نندارتون څخه یوه لیدونکي عاشق الله وویل، لومړی ځل دی چې د انځوریز نندارتون څخه لیدنه کوي او خوښي یې وښوده،چې د جګړې پر ضد او د سولې د غوښتنې په موخه د ګوتو په هنر د جوړ شوي انځوریز نندارتون څخه لیدنه کوي.
په ياد نندارتون کې د دغه انځورګر له لوري د لونګو له دانو، د ميخونو او تار، د خوړ له کاڼو، رنګونو، ټوټو او نورو څخه انځورونو جوړ شوي و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن