ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ په مرکزي زندان کې د ښځو بنديانو لپاره څانګه پرانيستل شوه

د کونړ په مرکزي زندان کې د ښځو بنديانو لپاره څانګه پرانيستل شوه

author avatar
17 Jun 2019 - 16:42
د کونړ په مرکزي زندان کې د ښځو بنديانو لپاره څانګه پرانيستل شوه
author avatar
17 Jun 2019 - 16:42

اسعد اباد (پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٨): د کونړ په مرکزي محبس کې د ښځو بنديانو د ساتنې په موخه ځانګړې څانګه پرانيستل شوه.

له دې مخکې د کونړ ښځې بنديانې د ساتلو لپاره د ننګرهار محبس ته لېږدول کېدې.

د کونړ مرکزي محبس چې نهه کاله مخکې په دغه ولایت کې د امریکاي ځواکونو پي ار ټي له خوا جوړ شوی، د ۴۵۰ بندیانو ځایېدو وړتيا لري.

د  محبس مدیر سمونمل محمد شریف وايي چې له هغه مهال راهيسې په دغه زندان کې د ښځو زندانیانو لپاره ځای نه و او نه هم ښځې پولیسې وې چې له هغو یې څارنه او ساتنه کړې وای.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې له دې مخکې به ښځې بندیانې د ننګرهار محبس ته وړل کېدې او د عدلي او قضايي ارګانونو د تحقیق لپاره به بېرته کونړ ته راوستل کېدې چې دا يو ډېر ستونزمن او له خطره ډک کار و.

محمد شريف زیاتوي، اوس يې د کونړ محبس کې د ښځو لپاره څانګه چې په یوه وخت کې ۳۵ کسان ځایوي، پرانیسته.

د نوموړي په وينا، د دې څانګې لپاره درې  ښځې پوليسې او يوه اجيره يې هم پر دنده ګومارلې چې اوس لپاره دغه تشکيل بسنه کوي.

هغه وايي چې اوسمهال په دغه زندان کې څلور ښځې بنديانې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.