ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تر اوسه هېڅ سیاسي ګوند د رایې ورکوونکو د تقویتي نوم لیکنې بهیر نه دی څارلی

تر اوسه هېڅ سیاسي ګوند د رایې ورکوونکو د تقویتي نوم لیکنې بهیر نه دی څارلی

author avatar
18 Jun 2019 - 15:37
تر اوسه هېڅ سیاسي ګوند د رایې ورکوونکو د تقویتي نوم لیکنې بهیر نه دی څارلی
author avatar
18 Jun 2019 - 15:37

 

کابل (پژواک، ٢٨ غبرګولی ٩٨): د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو د بهیر د څار او کتنې لپاره د تیاري خبر ورکړ او د څار د مهم ګڼلو تر څنګ یې وویل، تر اوسه هېڅ سیاسي ګوند د نوم لیکنې د بهیر څارنه نه ده کړې.

ټاکل شوې راتلونکې ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شي. د رایې ورکوونکو تقویتي نوم لیکنه د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د غبرګولي په ۱۸مه پیل شوې ده.

د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمن ننګ نن له سیاسي ګوندونو، مدني بنسټونو، د رسنیو له استازو، د ټاکنو د څار بنسټونو او نوماندانو له استازو سره د کمېسیون په ګډه ناسته کې وویل، تر اوسه هېڅ سیاسي ګوند د تقویتي نوم لیکنې له بهیره څارنه نه ده کړې.

نوموړي د څار بنسټونو، سیاسي ګوندونو او نورو له خوا د تقویتي نوم لیکنې څار او کتنه مهمه وبلله او ویې ویل: ((زموږ مسوولیت دی او موږ ژمنه کوو چې ستاسو د څار او کتنې لپاره به ټولې اسانتیاوې او فرصتونه رامنځته کړو.))

دغه راز نوموړي زیاته کړه، نوماندان او رایې ورکوونکي هم مسوولیت لري چې د ټاکنو ټول بهیر وڅاري او موجوده ستونزې له کمېسیون سره شریکې کړي.

ننګ وویل: ((له ټولو هغو کسانو سره به جدي قانوني چلند وشي چې د قانون خلاف کار ترسره کړي او لویې څارنوالۍ ته به ور وپېژندل شي.))

هغه زیاته کړه، ټول هغه کسان چې غواړي د ټاکنو په بهیر کې د څارونکي او کتونکي دنده ترسره کړي باید د باور لیک لپاره کمېسیون ته لاړ شي.

د ده په خبره، د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو پر مهال د څار په برخه کې زیاتې سرغړونه موجودې وې خو په راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې باید دغه ډول ستونزې نه وي.

نوموړي روښانه کړه، ټاکل شوې د دغه کمېسیون د ډېټابېس وړتیا د یو میلیون څارونکو او کتونکو لپاره د کارتونو د وېش په موخه لوړه شي.

ننګ پژواک ته وویل، تر اوسه معلومه نه ده چې څومره کتونکو او څارونکو ته کارتونه وېشل کېږي.

د ټاکنو کمېسیون د بهرنیو اړیکو رییس عبدالخبیر مومند په دې ناسته کې وویل، د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې د نورو ستونزو تر څنګ تخنیکي ستونزې لکه د انټرڼېټ، ډېټابېس او نورو کمزورتیا موجوده وه خو اوس د یادې ستونزې د حل لپاره لازم تدابیر نیول شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.