ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټرمپ : په افغانستان کې خپل ځواکونه کموو

22 Jun 2019 - 10:52
22 Jun 2019 - 10:52

 

کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٨) : د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي چې ډېر ژر به په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر له اوسنیو نهو زرو څخه اتو زرو ته کم کړي .

ټرمپ له ټایم مجلې سره په خپله مرکه کې ويلي چې په افغانستان کې چارې پرسم لوري روانې دي.

هغه زياته کړې،  په افغانستان کې ښې خبرې پېښېدونکې دي، داعش ډله ځپل شوې، نو ځکه د امریکايي ځواکونو شمېر چې یو ځل مخکې له ١٦ زرو ٩ زرو ته ټیټ شوی و، اوس به  ٨ زرو ته راټیټ شي.

امریکايي ځواکونه  اوس مهال افغان سرتېري چې د پوځي عملیاتو مشري کوي، روزي او سلا مشورې ورکوي.

دامريکا ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو اووم پړاو راتلونکو ورځو کې پيليږي .

سرچينې وايي چې د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په قطر کې له طالبانو سره غير رسمي خبرې اترې پيل کړې دي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، طالبان له امريکا څخه د ځواکونو د وتلو دکره مهال وېش د اعلانولو غوښتنه کوي، خو امريکا ددې لپاره شرطونه ايښي دي.

دې خبرو اترو ته نږدې سرچينې وايي چې امريکا، له هر  اړخيزه اوربند، د تاوتريخوالي کمولو او له  ثبات وروسته د خپلو ځواکونو د وتلوکره مهالوېش اعلانوي.

Hits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.