ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تدارکاتو کمېسيون په فراه کې د نوي کانال او اوبو بند جوړول منظور کړل

د تدارکاتو کمېسيون په فراه کې د نوي کانال او اوبو بند جوړول منظور کړل

author avatar
1 Jul 2019 - 16:46
د تدارکاتو کمېسيون په فراه کې د نوي کانال او اوبو بند جوړول منظور کړل
author avatar
1 Jul 2019 - 16:46

کابل (پژواک، ١٠ چنګاښ ٩٨): د ولسمشر په مشرۍ د ملي تداکراتو کمېسيون په فراه ولایت کې د نوي کانال کيندلو او د اوبو بند جوړولو په ګډون د  ۱۷ تدارکاتي موارد منظور کړل.

له ارګه د چنګاش په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې غونډه کې ۱۸ تدارکاتي مورده و ارزول شول چې په پایله کې کمېسیون له ۲،۳۵ میلیارد څخه زیاتو افغانیو په ارزښت ۱۷ مورده منظور کړل.

په خبرپانه کې راغلي، د کورنیو چارو وزارت اړوند د یو قلم وچې ډوډۍ د تهیې او تدارک قرارداد پر پروژې د بحث پر مهال ولسمشر غني یو ځل بیا د تخمیني بیې په ټاکلو کې پر دقت ټینګار وکړ او د افغانستان د شفافیت څار بنسټ ته یې د تخمیني بیې د معیاري کولو په خاطر دنده وسپارله چې د مالیې، اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، د ملي تدارکاتو ادارې او د خصوصي سکتور له استازو سره په همغږۍ دې د تخمیني بیې طرزالعمل په دوو میاشتو کې جوړ او کمېسیون ته وړاندې کړي.

خو د اوبو او انرژۍ وزارت اړوند د ارچي کانال او کوکچې د اوبو لګولو برخې د بیارغولو پروژې قرارداد ملي تدارکاتو کمېسیون بېرته ور وګرځاوه.

سرچينه کاږي، د کانونو او پټرولیم وزارت د کابل، میدان وردګ او ننګرهار ولایتونو د مرمر ډبرو د ګټې اخیستنې قراردادونو د وضعیت د ارزولو راپور کمېسیون ته وړاندې کړ چې کمېسیون یې دوه برخې منظور کړې.

د بهرنیو چارو وزارت اړوند د امریکا متحدو ایالاتونو کې د افغانستان سفارت د احاطې دېوال پروژې د اړینې بودجې د بېړني لېږد او د پروژې د اجراء د صلاحیت د ورکړې د منظورۍ وړاندیز هم ملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړ.

پر دې سربېره د متخلف داوطلب او قراردادي د محرومیت د طرزالعمل د تعدیل د منظورۍ په اړه د ملي تدارکاتو ادارې یادښت ملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړ.

د ملي دفاع وزارت د جنراتورونو او تاسیساتو د ساتنې او مراقبت قراردادونو په اړه د ملي تدارکاتو کمېسیون د پرېکړې تحقق هم وارزول شو او مالیې وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د افغانستان برېښنا شرکت سره دې په همغږۍ د دغه وزارت ټول قطعات او جزوتامونه د واضح  پروګرام پر بنسټ و ارزول شي او د برېښنا ملي شبکې سره دې وصل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د صکوکو مطبعې د نوې ودانۍ د پروژې په اړه د بنایي ریاست راپور او د بنایي تصدۍ له لوري د صکوکو مطبعې د نوې ودانۍ د پروژې لپاره د لس سلنه (۱۰٪) تخفیف په اړه د جمهوري ریاست د ملي پراختیا د عملیاتي او ملاتړې ادارې یادښت په خاطر د ملي تدارکاتو کمېسیون د پرېکړې تحقق هم ملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړ.

سرچينه وايي، په همدې حال کې د هېواد په ۲۶ ګمرکي سايټونو کې د سیکوډا چارو د پرمخ وړلو لپاره د انټرنېټي خدمتونو پروژې د تعدیل (د مودې تمدید او د بیې لوړوالي) د منظورۍ وړاندیز د وروستي ځل لپاره د درېیو میاشتو لپاره منظور شو.

په عین حال کې د مالیې وزارت اړوند له DLA PIPER شرکت سره د مشورتي خدمتونو (حقوقي خدمتونو) پروژې د تړون د تعدیل د منظورۍ غوښتنه منظور شوه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.