ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ارزګان والي: د ګیزاب بمبار کې يواځې شپږ ملکي وګړي وژل شوي

د ارزګان والي: د ګیزاب بمبار کې يواځې شپږ ملکي وګړي وژل شوي

author avatar
16 Jul 2019 - 17:18
د ارزګان والي: د ګیزاب بمبار کې يواځې شپږ ملکي وګړي وژل شوي
author avatar
16 Jul 2019 - 17:18

ترينکوټ (پژواک، ٢٥ چنګاښ ٩٨): د ارزګان والي هغه راپورونه رد کړل چې د ګیزاب ولسوالۍ په عملياتو کې ٣٥ ملکي وګړي وژل شوي دي.

والي محمد شفیق اسدالله سعید زياتوي چې په دې بمبار او عملياتو کې يواځې شپږ ملکي وګړي وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اروزګان پخواني والي امان الله تيموري چې په خپله هم د ګيزاب ولسوالۍ اوسېدونکى دى، پرون ويلي و چې په دې عملياتو کې د ده د کورنۍ د غړو په ګډون ٣٥ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د اروزګان والي اسدالله سعيد د چنګاښ په ٢٥مه، په خبري کنفرانس کې وويل چې هلته يواځې شپږ ملکي وګړي وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، له سیمې ورته د کشفي راپورونو پر اساس په لاس ورغلي معلومات څرګندوي چې یادو بریدونو کې د یوې کورنۍ پنځه غړي او یو بل کس وژل شوي دي.

سعید وايي، د ملکي وګړو د ژوندانه د خوندیتوب لپاره حکومت ټولې هڅې په پيل کړي او دې برخه کې د عملیاتو پر مهال دوی ځانګړې پاملرنه کوي.

د هغه په وينا، د ملکي مرګ ژوبلې مخنیوى او په ټوله کې د افغان جګړې پای ته رسېدو لاره یواځې اوږدمهاله اوربند او د سولې د روانو مذاکراتو مثبتې پایلې ته رسېدل دي.

والي وايي، په قطر کې د افغان او طالب لوریو تر منځ لومړني بین الافغاني مذاکراتو کې ډېر ټینګار پر همدي ټکو وو چې طالبان دې د جګړې پر مهال د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب لپاره په خپلو بریدونو کې نرمښت او کمښت راولي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.